د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ارګ: یو پلاوی کندز کې د ملکیانو د وژلو په اړه پلټنې کوي


افغان حکومت يو پلټونکی ټيم جوړ کړی چې معلومه کړي که کندز کې ملکيان د کومې اشتباه له کبله وژل شوي وي، عاملين به يې له قانوني چلند سره مخامخ شي.

​د جمهوري رياست اعلاميه چې تېره ورځ خپره شوې د ولسمشر غني له خولې وايي چې د افغانستان دښمنانو استوګنځایونه ځانونو ته سپر کړي چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په شمول یو شمېر ملکيان وژل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې چې له افغان پوځ څخه یې غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې پوره هڅې تر سره کړي ویلي چې کندز کې د ملکي وګړو وژل کېدو سخت خواشینی کړی دی.

د کندز والي تېره ورځ تایید کړه چې د کندز ښار په شمال کې د بُز کندهاري په سیمه کې د افغان پوځ او ناټو ځواکونو په ګډو هوايي حملو کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت وياند دولت وزیري ازادي راډيو ته وويل چې د پنجشنبې د ورځې عملیات د افغان ځواکونو د ځانګړو قطعاتو له خوا د بهرنیو سلاکارانو په مرسته وشول چې په کې د وسله والو طالبانو مشران او ځيني قوماندانان يې وژل شوي او څو تنه یې نيول شوي هم دي.

وزیري: په دې عملیاتو کې د طالبانو څو تنه قوماندان نیول شوي هم دي.
وزیري: په دې عملیاتو کې د طالبانو څو تنه قوماندان نیول شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"ملا ضياالرحمان متقي د دغو عملیاتو په نتيجه کې ووژل شو، له ده سره ملا منصور، قاري محمديار، قاري بلال، قاري جمال او قاري احمد سير چې د طالبانو مشران وو، هم ووژل شول."

وزیري زياتوي چې په دې عملیاتو کې څلور نور د طالبانو کسان د ملا ضمير بای او د هغه د زوی صلاح الدين په ګډون نیول شوي دي.

دی وايي، د دې عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو د ځانګړو قطعاتو درې سرتېري هم وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي او دوه د قاطع ملاتړ ځواکونو سرتېري هم وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

اسوشيېټیډ پريس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزير اشټون کارټر له خولې ويلي چې په دې عملیاتو کې څلور امریکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

دولت وزيري وايي، د مخالفانو له سخت مقاومت وروسته د دې عملیاتو پر مهال له هوايي قوې څخه هم کار اخیستل شوی.

د دفاع وزارت وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ملکي تلفات رامنځته شوي دي او ايا د مخنیوي امکان يې نه وو، وويل چې د دې پېښې اساسي علت د وسله والو مخالفينو له خوا له استوګنځایونو څخه استفاده ده چې ملکيان د سپر په توګه کاروي.

نوموړي زیاته کړه:

"پخپله ملا ضیاالرحمان متقي او ملا ضميربای چې يو يې وژل شوی او دوهم يې نیول شوی دی، په همدې ځای کې اوسېدل، په خپلو کورونو کې يې مورچې جوړې کړې وې."

د سيمې اوسېدونکو پرون د قربانيانو مړي د احتجاج لپاره د کندز د والي د دفتر مخې ته راوړل.

د سيمې اوسېدونکو د قربانيانو مړي د احتجاج لپاره د کندز د والي د دفتر مخې ته راوړي و.
د سيمې اوسېدونکو د قربانيانو مړي د احتجاج لپاره د کندز د والي د دفتر مخې ته راوړي و.

​د کندز د ولایتي شورا مشر محمد يوسف ایوبي او د پارلمان یوه غړي معلم چاري دواړو اسوشيېټیډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې په جګړه کې يو شمېر ملکيان وژل شوي دي، خو له تفصيله یې خبر نه دي.

د کندز د روغتون مدير ډاکټر محمد نعیم منګل ويلي چې د یوه سړي او یوه ماشوم مړي او شااوخوا دېرش ټپيان چې په کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت دفتر وايي چې دغه عملیات د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره شوي او د ملکیانو د وژلو موضوع به وڅېړي،​خو پنټاګون يا د امریکا دفاع وزارت په دې اړه چټک ځواب نه دی ويلی.

تېر کال په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر يوه روغتون د امریکايي ځواکونو د هوايي حملو په نتيجه کې لسګونو کسان ووژل شول.

د امریکا پوځ له دې حملو وروسته د دوو جنرالانو په ګډون خپل شپاړس افسران انظباطي مجازات کړل.

خو بې پولې ډاکټرانو ټولنې دا حمله يو جنګي جنايت وباله او په دې اړه يې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG