د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

"د ام اس اف له روغتونه د سنګرپه توګه ګټه نه اخستل کیده"


د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې د دوی له روغتونه د وسله والو طالبانو پرافغان ځواکونو د حملې د یوه مرکز په توګه ګټه نه ده اخېستل شوی.

په کابل کې د دغې ټولنې مشر د پنجشنبې ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون حمله د نړېوالو قوانینو نقض دی.

په ورته وخت کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر د بشري حقیقت موندنې له نړېوال کمېسیونه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلواکې او بې طرفه پلټنې وکړي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې په کندز کې د دوی په روغتون حمله د جینوا په کنوانیسون باندې حمله ده، ځکه د دوی په خبره په دې حمله کې له بشري حقونو سړغونه شوې ده.

په کابل کې د دې ټولنې مشر ګیلهن مولین د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روغتون کې یې وسله وال نه و موجود او نه هم د سنګرپه توګه ورڅخه استفاده کېده:

((هغه څرګندونې چې له روغتونه په منظمه توګه د وسله والو حملو د یوې اډې په توګه ګار اخیستل کېده، بې اساسه او په بشپړه توګه ناسمې دي، دا حمله له ایتلافي ځواکونو او له افغان ملکي او پوځي مسوولانو سره د جي بي اس له لارې له همغږۍ سره سره ترسره شوه.))

که څه هم ښاغلي مولین په روغتون کې د طالبانو شتون نه هم رد او نه هم تایید کړ، خو وویل چې په روغتون کې ټول ټپیان و او هر څوک چې په ټپي حالت کې دوی ته راوړل شي، نو د بې پولې ډاکټرانو د اساسنامې له مخې یې درملنه کیږي.

د بې پولې ډاکترانو ادارې یا ایم ایس ایف په افغانستان کې خپل فعالیت په ۱۹۸۰ کال کې پیل کړی او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یوه څانګه په کندز کې پرانیسته.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ نړېوالو ځواکونو په کندز کې دغه روغتون باندې هوايي بمباري وکړه .

په کابل کې د دې ټولنې مشر وايي چې په دې حمله کې د بې پولي ډاکټرانو د ۱۲ کارکوونکو او ۱۰ ناروغانو په ګډون ۲۲ کسان ووژل شول او د بې پولې ډاکټرانو د ۱۹ کارکونکو په شمول ۳۷ کسان په کې ټپيان شول چې یوشمېر یې لاردکه دي.

دا مهال په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون تړل شوی او وايي، ترهغې چې په جګړه کې ښکېلې خواوې د کارکوونکو د ژوند ډاډ ورنه کړي خپل روغتون به بېرته خلاص نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بې پولې ډاکټرانو له ټولنې څخه، په کندوز کې د دوی پر یوه روغتون د امریکایي ځواکونو د هوایي برید له امله بخښنه وغوښته.

په ورته وخت کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشرد بشري حقیقت موندنې له نړېوال کمېسیونه غوښتنه وکړړه چې په دې برخه کې خپلواکې او بې طرفه پلټنه وکړي.

کرسټوفر سټوک خبریالانو ته وویل، له بې پرې پلټنو وروسته به د پېښې حقیقتونه رابرسېره شي:

((موږ غواړو چې دا وحشت ناکه حمله په خپلواکه توګه وڅیړل شي، خصوصاً د هغه څه په اړه چې په وروستیو کې ترسره شول، د امریکايي او افغان سرچینو د متناقضو دریځونو په اړه، موږ نشو کولای د امریکايي، افغان او ناټو ځواکونو له خوا پرې پوځي داخلي څیړنې تکیه وکړو.))

هغه زیاته کړه چې له جګړې وړاندې یې په جګړه کې ښکېلو ټولو خواوو ته د روغتون کوردینات ورکړي، څو ورباندې حمله ونه شي.

د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي چې د هوايي حملې پرمهال په روغتون کې ۱۰۵ ناروغان او ۸۰ څخه په ډېر شمېر د بې پولې ډاکټرانو نړیوال او افغان کارکوونکي موجود و.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG