د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

احدي: اجرائیه رياست په حکومت کې دننه د اختلافاتو زېږنده ده


د افغانستان نوې ملي جبهه د اجرائیه رياست جوړېدل په حکومت کې دننه د اختلافاتو زېږنده ګڼي وايي چې د دغه رياست رامنځته کېدل د دې لامل شوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم رول د حکومت په جوړښت کې کمزوری کړي.

د يادې جبهې مشر انوارالحق احدي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د اوسني نظام د مشرانو تر منځ د اختلافانو لامل د اجرائیه ریاست رامنځته کېدل دي.

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"د اجرائیه رياست جوړېدل له اساسي قانون خلاف بهر کړنه ده چې په حکومت کې د لومړي مرستیال رول په فوق‌العاده ډول کمزوری کوي، د اجرائیه رياست صلاحیتونه په قانوني توګه نه‎دي واضح شوي او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او اجرائیه ریاست تر منځ د اختلافانو رامنځته کېدو ډېر امکان شته."

ښاغلی احدي وايي، په هېواد کې د يوه مؤثر حکومت جوړولو قانوني لار نوي ریاستي انتخابات دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې د ملي يووالي حکومت یو شمېر مشرانو پر يو بل انتقادونه کړي دي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار احمد ضیا مسعود هم څه موده وړاندې د ملي يووالي حکومت په کړنو نیوکې وکړې.

بل‎خوا عبدالله عبدالله هم په يوه ناسته کې ویلي و چې يو لړ مسائل شته چې د ولسمشر اشرف غني سره پرې خبرې روانې دي.

په تر ټولو راوروسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم ولسمشر او اجرائیه رئیس پر قوم‌پالنه تورن کړي وو.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند
د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي فیض محمد ځلاند هم ورته نظر لري:

"د اجرائیه رياست جوړول، د ولسمشر د واکونو وېش او د اساسي قانون خلاف جوړ جاړی د کمزوري حکومت د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی."

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه ډول څرګندونې بې‌اساسه ګڼي، وايي چې د حکومت ټولې چارې د اساسي قانون سره سمې روانې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"د ولسمشر او مرستیالانو صلاحیتونه‌يې په قانون کې په واضح ډول ذکر شوي او کوم کارونه چې په حکومت کې ترسره کېږي هغه د قانون په رڼا کې دي."

دغه څرګندونې په داسې حال کېږي چې د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ اختلافونه د اندېښنې وړ ګڼلي او ویلي يې و چې د ولسمشر او لومړي مرستیال تر منځ د وروستیو اختلافانو د هواري لپاره‌يې هڅې پيل کړي دي.

له دې وړاندې د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا هم د دوشنبې په ورځ د يوې ناستې پر مهال ویلي و، دغه شورا چمتو ده چې د حکومت د مشرانو تر منځ د ستونزو د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG