د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

مجددي: د اشرف غني او دوستم د اختلافاتو د حل هڅې پیل شوي


د افغانستان د احزابو جهادي او ملي شورا سره له دې چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات د اندېښنې وړ ګڼي خو وايي چې د ولسمشر او جنرال دوستم ترمنځ د وروستیو اختلافاتو د هواري لپاره يې هڅې پېل کړي دي.

د دغه شورا رئیس صبغت الله مجددي د سې شنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې څو ځلي يې د ولسمشر او جنرال دوستم سره د دوی د نظرونو د اختلاف په اړه خبرې کړي.

صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي

ښاغلی مجددي وايي:

"الحمدالله په دې برخه کې مو ګټور ګامونه اخېستي او انشالله اميدواره يو دغه مسئله به پرته له کومې شخړې پای ومومي، د ولسمشر اشرف غني او جنرال دوستم ترمنځ چې کومه لفظي مناقشه شوې په اړه ما له دواړو سره خبرې کړي او دواړه يې هواري ته اماده دي."

ښاغلي مجددي ټینګار وکړ چې د هېواد وضعیت ډېر حساس دی او که روانو ستونزو ته د حل لاره ونه موندل شي نو هېواد به د ورانۍ په لور لاړ شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو له څو میاشتو راهیسې يو په بل باندې انتقادونه کړي دي.

دوستم تېره اوونۍ محمداشرف غني او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړل.
دوستم تېره اوونۍ محمداشرف غني او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تېره اوونۍ محمداشرف غني او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړل.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار احمد ضیا مسعود هم د ملي يووالي حکومت په کړنو نېوکه وکړه.

له بله پلوه عبدالله عبدالله هم په يوه ناسته کې ویلي و چې يو لړ مسائل شته چې د ولسمشر اشرف غني سره پرې خبرې روانې دي.

خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ د حکومت د مشرانو ترمنځ دغه ډول څرګندونې له افسوسه ډکې وبللې او ټینګار وکړ چې دغه ډول څرګندونې د حکومت د کمزورۍ لامل کېږي او د اصلاحاتو مخه نیسي.

د افغانستان د احزابو جهادي او ملي شورا د رهبرۍ پلاوي غړي کریم خلیلي د ستونزو له پلوه په حکوت انتقاد وکړ او د حکومت له رهبرانو څخه یې وغوښتل څو د ستونزو د هواري لپاره جدي هڅې وکړي.

کریم خلیلي د ستونزو له پلوه په حکوت انتقاد وکړ
کریم خلیلي د ستونزو له پلوه په حکوت انتقاد وکړ

دی وايي:

"هیله لرم چې د ملي يووالي حکومت رهبري دې مسئلې ته جدي پام وکړي او موږ هم په څرګند ډول دا اعلان کوو چې په هر حالت کې د ملي یووالي حکومت په خوا کې یو او نه پرېږدو چې ستونزې ډېرې شي، موږ د افغانستان د ولس په خوا کې یو او نه پرېږدو چې هېواد د ناورین خوا ته لاړ شي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د حراست او ثبات شورا هم د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د دوشنبې په ورځ د يوې ناستې پرمهال وویل چې دغه شورا غواړي د حکومت د مشرانو ترمنځ د ستونزو هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG