د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

مسعود: پوهنې وزارت اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري


افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د پوهنې کیفیت او د تعلیمي نصاب ښه والی اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې د دوام یو مهم لامل فرهنګي فقر دی.

احمد ضیا مسعود د شنبې په ورځ، «په معارف کې بدلون د افغانستان بدلون» په نوم ناسته کې وویل چې جنګ، تعصب او تاوتریخوالی د پخوانیو سنتونو سره مستقیمې اړیکې لري او په معارف کې د اصلاحاتو په راوستو سره له منځه تللی شي.

مسعود: ښوونکي باید ارزیابي شي.
مسعود: ښوونکي باید ارزیابي شي.

نوموړي زیاته کړه چې د ښوونځیو ښوونکي هم باید ارزیابي شي:

"دارالمعلمینونه دې جوړشي چې له مخې یې ښوونکي ارزیابي شي چې د درس ورکولو صلاحیت لري او که نه، زموږ پوهنیز بهیر او د ښوونې روزنې سستم ریفورم او ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري څو موږ روښانه راتلونکی ولرو."

ښاغلي مسعود دا د پوښتنې وړ وبلله چې افغانستان سره له دې چې په معارف کې پراخه کمیت لري،خو کیفیت نه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې څلور لیسزې جنګ او ناخوالو له يوې مخې د افغانستان د معارف د کمزورۍ لامل شوي.

د دغه وزارت مرستیال ابراهیم شینواری وايي چې د ترسره شوې سروې له مخې په افغانستان کې د شپږم ټولګې ۴۵ سلنه زده کوونکي د لیکلو او لوستلو توان هم نه لري.

هغه وايي، که چېرې دغه مسئلې ته جدي پاملرنه ونشي نو ناورین به رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه زده کوونکي چې له دولسم ټولګي څخه فارغېږي، لکه سږ کال چې سل زره کسان فارغ شوي، زیاتره یې نه ځان ته کار پيدا کولای شي او نه هم لوړو زده کړو ته لار مومي چې په راتلونکي به دغه مسئله د بې کارۍ په لحاظ يو لوی ناورین رامنځته کړي."

د ښوونځيو زده کوونکي بیا اکثره وخت د تعلیمي نصاب، د مناسب چاپیریال د نشتوالي او د ښوونکو د تحصیلي کچې له ټیټوالي څخه شکایت کوي.

خو د ښوونځيو ښوونکي بیا ډېری وخت د معاش او امکاناتو د کموالي څخه رنځ وړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د روزنیزې،علمي او فرهنګي څانګې مرستیال دانیلو پادیلا وايي چې دوی د پوهنې وزارت سره په ګډه د دغې ستونزو د هواري لپاره يوه پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې.

پادیلا:په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.
پادیلا:په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

نومومړي زیاته کړه:

"په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او موږ د اساسي ستونزو د پيدا کولو او د زده کړو د پروسې د اصلاح په برخه کې حکومت سره همکاریو، يو له اساسي ستونزو څخه د افغانستان د ملي نصاب مسئله ده."

ښاغلي پادیلا وايي چې يونسکو د افغانستان سره تر ۲۰۳۰ میلادی کاله پورې په ۱۷ برخو کې ژمنې کړي دي چې په پلې کېدو سره به یې د افغانستان په معارف کې ډېرې ستونزې هوارې شي.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، که چېرې لس میلیونه افغان زده کوونکي په اساسي توګه د زده کړو په ګاڼه سمبال شي نو يو انقلاب به رامنځته او د تېرو کلونو ډېرې تشې به ډکې شي.

مسعود: که معارف معیاری شی نو يو انقلاب به رامنځته شی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG