د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ځیني ښوونکي د زده‌کوونکو له ناسم چلنده سر ټکوي


د کابل يو شمېر ښوونکي د دغه ښار په يو شمېر ښوونځيو کې د زده‌کوونکو له ناسم چلنده شکایت کوي.

دوی وايي، د دې سربېره چې زده‌کوونکي دوی ګواښي له ځانه سره ښوونځي ته بوکس پنجه، چاقو، چرس، سګرت او نصوار هم راوړي.

د میزان دیارلسمه د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ډېری ښوونکي له ستونزو سرټکوي.

يو شمېر ښوونکي وايي، کله چې دوی د ښوونځي له اصولو سرغړونکو زده‌کوونکو ته د اصولي کړنو لارښوونه کوي نو زده‌کوونکي ورته ډول ډول ګواښونه کوي.

د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکي عبدالجبار احمدي
د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکي عبدالجبار احمدي

د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکي عبدالجبار احمدي ازادي راډيو ته وویل:

"د زده‌کوونکو له‎خوا ښوونکو ته تهدیدونه دا دي چې دوی وايي، پلار مې قوماندان دی څارنوال دی، له دغې ادارې سره کار کوي، له چارواکو سره اړیکې لري، دغه ډول تهدیدونه په ټولو ښوونځیو کې موجود دي."

استاد عبدالجبار احمدي وايي، د دا شان ګواښونو او ناوړه کړنو په خاطر یې څو-څو وارې د دوی میندې او پلرونه ښوونځي ته ورغوښتي خو هغوی د ښوونځي له ادارې سره د نه‌همکارۍ ترڅنګ ان خبرو ته هم نه‎دي چمتو شوي.

يو شمېر زده‌کوونکي هم د ښوونکو په وړاندې د زده‌کوونکو ناسم چلند تائیدوي او وايي چې په يو شمېر ټولګیو کې له زورواکو کورنیو څخه زده‌کوونکي شته چې غیر قانوني کړنې کوي.

د کابل ښار د عبدالهادي داوي ښوونځي زده‌کوونکی غیور
د کابل ښار د عبدالهادي داوي ښوونځي زده‌کوونکی غیور

د کابل ښار د عبدالهادي داوي ښوونځي دوو زده‌کوونکو غیور او احمد ازادي راډیو ته وویل چې د پوهنې وزارت باید په ښوونځيو کې د دا شان زده‌کوونکو د ناسمو کړنو مخه ونیسي:

"تومانچه، برچه او داسې ډېر توکي دي چې صنف ته‌یې راوړي ډېر جنګونه هم کوي، بهر چې څوک شیطاني وکړي وهل کوي او استاد هم وهي."

"دقیقاً دغسې مسائل موږ لیدلي چې له اتم ټولګي نه پورته شاګردانو خپل استادان تهدید کړي، دوی له ځان سره بوکس پنجه، ځنځیر او نور وسایل راوړي، نصوار او سګرټ خو بیخي عادي خبره ده."

دا په‎ داسې حال کې ده چې په همدې نېږدې ورځو کې د کابل ښار څلورمې ناحیې په يوه ښوونځي کې يوه زده‌کوونکي د تفنګچې په وسیله دوه زده‌کوونکي ټپيان کړل.

د بي بي مهرو د هلکانو د لېسې مدیر حاجي امام جان
د بي بي مهرو د هلکانو د لېسې مدیر حاجي امام جان

له بله پلوه د کابل ښار د بي بي مهرو د هلکانو لېسې مدیر حاجي امام جان وايي چې په دغه ښوونځي کې ان داسې يو زده‌کوونکی هم شامل شوی و چې اووه میاشتې یې په بند کې تېرې کړې وې.

دی وايي:

"د يوولسم ټولګي يو زده‌کوونکی و چې شپږ-اووه میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې وې، موږ هرڅه کوښښ وکړ خو له ده مو يو ښه زده‌کوونکی جوړ نه‎شو کړای، تدریسي اخلال‌یې کوو ښوونځي ته ناوخته راتلو، نصوار او چرس‌يې کارول او د ښوونځي د نظم د خرابولو باعث ګرځېده نو موږ امنیت ته مراجعه وکړ او پولیس راغلل او دستګیر یې کړ."

حاجي امام جان د پوهنې وزارت او د زده‌کوونکو له کورنیو وغوښتل چې د زده‌کوونکو د ناسمو کړنو او اصلاح په برخه کې د ښوونکو او د لېسو له مسؤولینو سره همکاري وکړي.

خو د ټولنیزو مسایلو يو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي چې د کورنیو مشران، ښوونکي او دوستان دې د يو شمېر ټولنیزو مسایلو په طرح کولو سره زده‌کوونکي له ناسمو کړنو راوګرځوي.

د ټولینزو چارو شنونکی استاد ضیا شمس وايي:

"د دوی د سمې روزنې لپاره سم پلانونه نه د ادارې له‎خوا جوړ شوي او نه د کورنۍ له‎خوا او نه هم چاپېریال له‎خوا، دا چاپېریال کېدای شي د ښوونځي چاپېریال وي او يا هم د کورنۍ په دې برخه کې باید سیسټماټیک بدلون راشي او که توجه ونه‎شي نو موږ داسې کاذب شخصیتونه درلودلای شو او لرو یې."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت هم د کابل او ولایتونو په يو شمېر ښوونځيو کې د يادو مسائلو په تائید سره وايي چې د پوهنې وزارت په جدي توګه د دا شان مسائلو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیرحقمل
د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیرحقمل

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل زیاتوي:

"متأسفانه پلرونه د دې پر ځای چې د خپلو اولادونو چلند ته وګوري راځي زموږ ښوونکي تهدیدوي داسې څه موږه دلته په کابل کې هم لیدلي او ولایتونو کې هم، اما د معارف وزارت رهبري د خپلو ښوونکو ملاتړ کوي او موږ هېڅ نه‌پرېږدو چې زموږ تعلیمي فضا د زورګویانو له‎خوا متأثره شي."

ښاغلي حقمل له ښوونکو وغوښتل چې کله هم دوی،د ګواښونو، سپکاوي او يا هم ناسمو کړنو سره مخ کېږي نو موضوع دې د پوهنې وزارت له مسؤلینو سره شریکه کړي چې د مخنیوي په هدف‌یې جدي اقدامات وشي.

يو شمېر ښوونکي د زده‌کوونکو له ناسم چلند څخه شکایت کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

XS
SM
MD
LG