د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د پکتیا د زرمت اوسېدونکو په اعتراضيه ډول ښوونځي وتړل


د پکتيا زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د درېيو ورځو لپاره د يادې ولسوالۍ ټول ښوونځي د یوه زده‌کوونکي د سپکاوي په غبرګون کې په اعتراضيه ډول تړلي دي.

دوی وایي، تېره ورځ د ملي اردو ځانګړو ځواکونو یو افسر باتور لېسې ته ننوت او د یوه زده‌کوونکی کالي یې وسله‌والو سره د اړیکو او تلاشۍ په پلمه د خلکو مخکې ایستلي او دوه نور یې په ډزو تپیان کړي.

د زرمت ولسوالۍ يو شمېر قومي مخور چې د پکتيا ولايت مقام ته په اعتراضيه ډول راغلي وو ويل‌يې چې که چېرته افغان حکومت دغه افسر په دې کار سره محاکمه نه‌کړي، دوی به په دوامدار ډول ښوونځي وتړي او پرېکون به اعلان کړي، د زرمت دوه مشرانو وویل:

"موږ د خپلو زده‌کوونکو لپاره کتاب، قلم او قرطاسيه نه‌غواړو، عزت ورته غواړو چې دا حکومت مو په خپله بې‌عزته کوي او ښه کار نه‌دی او موږ غوښتنه کوو چې زموږ غږ دې واوري او موږ دې په بدۍ نه‌مجبوروي، نور دې زموږ له اولادونو په عام محضر کې کالي نه‌ايستل کېږي."

"زموږ اولادونه‌يې بې‌عزته کړل، موږ دلته راغلو او د درېيو شپو لپاره مو مکتبونه تړلي دي او دا مو خبره ده چې که چېرته دغه افسر علني ژر تر ژره محاکمه نه‌شي، موږ به په دايمي ډول خپل مکتبونه وتړو، له دې مکتبونو څه جوړېږي هر څوک راځي او موږ بې‌پته کوي، بې‌عزته کوي مو."

دغو کسانو ويل چې دوی د زده‌کوونکو لپاره د درسي کتابونو او موادو پر ځای عزت او حيا غواړي او که چېرته د دوی زده‌کوونکي له دې ډول ستونزو سره مخ وي، دوی به خپل اولادونه له ښوونځيو څخه وګرځوي.

په زرمت کې د دغې پېښې په تړاو د پکتيا پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي هم رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دوی په زرمت کې شوې پېښه تائيدوي او دا مني چې د زرمت ولسوالۍ خلکو ښوونځي تړلي دي او د دوامدار تړل کېدو ګواښ‌يې ورته کړی دی.

ښاغلی حکیمي وايي:

"موږ د خلکو دا خبره منو، دوی ولايت مقام ته راغلي دي او په زرمت کې ښوونځي تړل شوي دي او د دايمي تړل کېدو ګواښ‌يې کړی چې بايد د دې مسئلې حل په جدي ډول پيدا شي."

نوموړي دا هم وويل چې دوی د ولايتي ادارې په مرسته غواړي دغه ستونزه هواره کړي او هغه سرتېری چې زده‌کوونکي يې ټپيان کړي او سپک کړي، د خلکو د حق غوښتنې پر اساس په خپله سزا ورسوي.

د پکتيا والي مرستیال عبدالولي سهي له خلکو سره په خبرو کې د دې مسئلې د جدي پلټنو په اړه وويل چې دوی به دغه قضيه نهايي کوي او د خلکو د غږ اورېدو لپاره به جدي اقدامات کوي.

ښاغلی سهي زیاتوي:

"موږ په جدي ډول دا مسئله څېړو او ټولو پوځي ارګانونو ته مو هدايت کړی دی چې د دې مسئلې په څېړنه کې عاجل اقدام وکړي او د دې مجرم د ګرفتارۍ په اړه دې اقدام وشي او موږ په خپله په دې مسئله کې جدي يو بايد داسې کارونه ونه‌شي او د مجرم په اړه کلک چلند وشي."

په زرمت ولسوالۍ کې خلک په داسې مهال ښوونځي په اعتراضيه ډول تړي چې ويل کېږي د پکتيا په ۱۳ ولسواليو کې يوازنۍ ولسوالي زرمت ده چې له نا امنۍ سره سره په‌کې د کانکور په ازموينو کې زده‌کوونکي په لوړو نومرو وړ پوهنځيو ته بريالي کېږي او د چارو کارپوهانو په خبره سره له نا امنيو په‌کې ډېر کم ښوونځي تړلي دي.

تر دا مهاله په سیمه کې د ملي اردو چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG