د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

فعالان: راستانه شویو کډوالو ته دې د ژوند اسانتیاوې برابرې شي


د ننګرهار د مدني ټولنو یو شمېر فعالین وايي، یوه لوري ته له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تېزه روانه ده او له بلې‌خوا د یو شمېر ولسوالیو څخه خلک د داعش له وېرې ښار او نورو سیمو ته کډه کېږي.

دغو مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وويل، دغه داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ او راستانه شوي کډوال د ژوند کولو اسانتیاوو ته اړتيا لري.

مدني فعال ډاکټر نعمت‌الله همدرد وايي، د ژمي موسم رانېږدې شوی او اوس هم اکثره کورنۍ بې‌سرپنا په یوه او بل ځای کې پراته دي.

افغان کډوال
افغان کډوال

نوموړی وايي، افغان حکومت په لومړي سر کې باید دغو کورنیو ته د سرپنا ستونزه هواره کړي.

ښاغلی همدرد وايي:

"خو حکومت تر اوسه د شیخ مصري او چمتلې په ښارګوټي کې څوارلس زره کورنیو ته نومرې وېشلي خو ضرورت زیات دی باید د قاسم‎اباد په ښارګوټي کې او کوټ په ډاګ کې هم خلکو ته ښارګوټی جوړ کړي، بل د پچيراګام موضوع ده چې تازه څه باندې زر کورنۍ راکډه شوي دوی هم عاجلې مرستې ته اړتيا لري."

د مدني ټولنو د مجتمع دفتر مسؤل عبدالطیف مل وايي، د دغو راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کورنيو د اولادونو سرنوشت هم نه‌دی معلوم.

نوموړی وايي، مسؤلینو ته لازمه ده چې دې کورنیو ته د روغتیا او زده‎کړې زمينه هم برابره کړي.

دی زیاتوي:

"د دوی ماشومان زده‎کړو ته لاسرسی نه‎لري ځکه دغه کورنۍ چې راځي عاجل کډې باروي او اکثرو سره اسناد نه‌شته د دوی د تعلیم برخې ته باید جدي توجه واړول شي."

بل‎خوا د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ولایتي ادارې څو ورځې وړاندې د کډوالو ستونزې له مرکزي مسؤلینو سره شریکې کړې وې او ژمنه ورکړل شوې چې د کډوالو د سرپنا ستونزه هواره کړي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

همدارنګه نوموړی وايي، د معارف مسؤلینو سره هم خبرې شوي چې د کډوالو زده‎کوونکو نه د سويې ازموینه واخیستل شي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل:

"په دې برخه کې پرېکړه شوې چې د دوی اولادونه که اسناد هم نه‎لري ورنه د سویې ازموینه واخیستل شي او په کومه سیمه کې چې استوګن دي هملته په ښوونځيو کې جذب کړي."

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې هره ورځ په نورمال ډول شاوخوا اووه سووه کورنۍ له پاکستانه افغان کډوال راستنېږي چې په خبره‌يې تر دې دمه په زرګونو کورنۍ ختیځو ولایتونو مختلفو سیمو ته راکډه شوي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG