د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

بلخي: ۶۰۰ زره راستانه شوي کډوال بشري مرستو ته اړتیا لري


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، سږ کال څه باندې شپږ سوه زره افغانان له بهره بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د ژمي په راتګ سره جدي پاملرنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې په ورځ په کابل کې «د مهاجرت فرصتونو او ننګونو» تر نامه لاندې په نوم علمي کنفرانس کې وویل هڅه کوي چې د افغان مهاجرینو او په کور دننه بې‌ځایه شویو کډوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

بلخي: باید له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وشي.
بلخي: باید له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ سږ کال څه باندې شپږ سوه زره افغان کډوال لرو چې له دوو ګاونډيو هېوادونو او یو شمېر اروپایي هېواونو نه په خوښه هېواد ته ستانه شوي دي او موږ د ژمي ساړه موسم ته نېږدې کېږو او باید د دغو ګډوالو ملاتړ او ورسره مرسته وشي تر څو له جدي ستونزو سره مخ نه‌شي."

نوموړي همدارنګه وویل چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړ شوی د افغان مهاجرینو ستونزې او د مهاجرت په برخه کې شته فرصتونه او ننګونې په علمي توګه څېړل کېږي.

د ښاغلي بلخي په وینا دا مهال له ۷ میلیونو څخه ډېر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي چې نېږدې پنځه میلیونه‌یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي او څه باندې یو میلیون نور افغانان په کور دننه د ناامنیو له امله بې‌‌ځایه شوي دي.

بلخي: څه باندې یو میلیون افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي.
بلخي: څه باندې یو میلیون افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دغه کنفرانس کې وویل چې د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له‌خوا لویې پانګونې ته اړتیا ده.

ښاغلي محقق زیاته کړه:

محقق: د کډوالو برخه کې نړیوال باید له افغانستان سره زیات کار وکړي.
محقق: د کډوالو برخه کې نړیوال باید له افغانستان سره زیات کار وکړي.

"که چېرې موږ غواړو چې مهاجرین هېواد ته راستانه کړو نو اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره زیات کار وکړي، زیاته پاملرنه وکړي، زیاته پانګونه وکړي، د امنیت په برخه کې د کار په برخه کې، هغه مهال دې بیا د کډوالو د بېرته ستنېدو په فکر کې شي."

ناامني، فقر، بې‌کاري او زورواکي هغه ستونزې دي چې له امله‌یې ډېری افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار بیا دغه کنفرانس کې ټينګار وکړ چې د کډوالو د روانو ستونزو د حل او د دې لړۍ د بندېدو لپاره باید یوازې پر شعار بسنه ونه‌شي او په وینا یې چې په دې برخه کې باید اساسي او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG