د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولسي جرګه: د حکومتي مشرانو اختلافاتو ته باید لمن ونه‌وهل شي


د افغانستان ولسي جرګه د حکومت له مشرانو غواړي چې ژر تر ژره دې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي.

د دې جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله وویل چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونو ته باید لمن ونه‌وهل شي.

غفاري: حکومتي مشران باید خپلمنځي اختلافات ژر تر ژره حل کړي.
غفاري: حکومتي مشران باید خپلمنځي اختلافات ژر تر ژره حل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ملي شورا غړي د ملي یووالي حکومت له مشرانو په کلکه سره غواړو چې خپلمنځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي او داسې موضوع‌ګانې دې رسنیو ته نه‌راباسي، هر څومره چې دې موضوع‌ګانو ته لمن ووهل شي، د خلکو اندېښنې زیاتېږي."

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل، د حکومت مشران باید خپلو مسؤلیتونو ته پام وکړي او له داسې څرګندونو چې ذهنونه ګډوډوي باید ډډه وکړي.

د جرګې دوو غړو نظیفه ذکي او منورشاه بهادري وویل، په اوسنیو شرایطو کې باید ملي یووالي ته کار وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، جمهور رئیس او اجراییه رئیس په قوم پالنې تورن کړي دي.

ده ادعا کړې چې جمهور رئيس پر ده باور نه‌کوي او صلاحیتونه‌يې نه‌دي ورسپارلي.

جنرال دوستم ولسمشر او عبدالله په قوم پالنې تورن کړي و.
جنرال دوستم ولسمشر او عبدالله په قوم پالنې تورن کړي و.

پخوا تر دې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس تر منځ هم یو لړ اختلافونه رامنځته شوي وو چې د هوارۍ لپاره‌یې بیا د دواړو تر منځ څو ناستې وشوې.

خو له دې سره سره ویل کېږی چې دا اختلافونه اوس هم شته.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ وویل، ځینې مسايل شته چې باید له جمهور رئیس سره پرې خبرې وشي.

د سیاسي چارو ځینې پوهان وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې محب‌الله شریف ازادي راډیو ته وویل، د اختلافونو زیاتوالی به د ملي یووالي حکومت حقوقي باور زیانمن کړي.

هغه زیاته کړه:

"دا مسئله نه‌یوازې دا چې د ملي یووالي حکومت باور به په خلکو کې کم شي بلکې په نړیواله کچه به هم باور پرې ونه‌شي، کوم کسان چې غواړي له افغانستان سره همکاري وکړي، وبه نه‌غواړي له یو داسې سیسټم سره چې د نظر یووالی په‌کې نه‌وي، همکاري وکړي."

په ورته وخت کې یو شمېر نور سیاسي کارپوهان وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه به ملت د یو نامعلوم برخه‌لیک په لور روان کړي.

احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل د حکومت مشران باید د خلکو وضعیت ته پام وکړي او که نه نو خلک به اړ شي چې خپل برخه‌لیک په خپله وټاکي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG