د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

سرخط: د دوستم وروستۍ خبرې د اساسي اصلاحاتو مخه نیسي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د وروستیو انتقادي څرګندونو او د افغانستان د سولې په وړاندې د پاکستان د دوه ګوني سیاست په اړه د جنرال نیکلسن د څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د ښاغلي دوستم د څرګندونو په اړه په خپلې نننۍ ګڼه کې د ارګ اعلامیه راخېستې چې په کې راغلي دا ډول خبرې د لومړي مرستیال له موقف سره نه ښايي.

په مطلب کې راغلي چې په داسې یو حالت کې چې نړیوال له کابل سره همکاري او مرسته کوي او حکومت په نړیواله کچه د افغانستان د اعتبار په جوړولو بوخت دی، د جنرال دوستم دا ډول خبرې د اساسي اصلاحاتو مخه نیسي او د هېواد دښمنانو ته د غلطې استفادې زمینه برابروي.

په مطلب کې د ارګ د اعلامیې په حواله لیکل شوي چې د دوستم ټول تورونه قضايي او عدلي پلټنې او تحقیقات غواړي چې رېښتیا او دروغ یې معلوم او د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې دې موضوع ته بل ډول اشاره کړې، د جان کري د نسخې د ناکامۍ بل سند.

په سر مقاله کې راغلي، وروستۍ څو میاشتې چې د دې حکومت د هوکړه‎لیک دوه کلنه موده هم مخ پر ختمېدو وه ډاکټر عبدالله د ولسمشر غني پر خلاف غږ وچت کړ چې ګواکې په شپږو میاشتو کې یې نشم لیدلی، همداسې په وار- وار جنرال دوستم او احمد ضیا مسعود چې په دې حکومت کې د ناز او امتیاز لویې ونډې وړي وخت پر وخت له ولسمشر نه سر ټکوي.

په سرمقاله کې د پوښتنې په ډول مطرح شوي چې د ولسمشر لومړی مرستیال پوځي دریشي واغوندي پرتانک سپور شي جګړې ته ولاړ شي خو د جګړې دوړې لا نه وي ناستې چې مرستیال له ولسمشره په شکایت خوله پرانېزي، مرګونه شوي وي خو پایله نه‎لري.

مرستیال او ولسمشر یو د بل پر خلاف تبیلغاتي مرچلې تودې کړي د دې حکومت معنی څه ده؟

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نیکلسن په حواله لیکلي چې پاکستان هم په یو وخت کې د سولې د خبرو هڅې کوي او هم د ترهګرو ملاتړ.

په مطلب کې راغلي چې نیکلسن له انډين اېکسپریس ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې لاهم د ترهګرو ستر مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پر افغانستان کې ورانکاره بریدونه سمبالوي.

په سر مقاله د جنرال نیکلسن له خولې دا هم راغلي چې حقاني شبکه اوس هم په قبایلي سیمو کې په ازاد ډول فعالیت کوي او ستر مرکزونه لري.

XS
SM
MD
LG