د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ارګ: د دوستم له‌خوا لګېدلي تورونه عدلي او قضايي څېړنو ته اړتیا لري


د افغانستان جمهوري ریاست د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وروستۍ څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې​ د هغه د شان او مقام خلاف وبللې.

د جمهوري ریاست له لوري د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي دوستم له‌خوا پر یو شمېر ارګانونو لګېدلي تورونه د عدلي او قضایي ادارو له‌خوا څېړنې ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي دوستم په دې هېواد کې د نظام د جوړښت او تصمیم نیونې په برخه کی کلیدي غړی دی ښه به وي چې د هېواد په لویو تصمیم نیوونکو مراجعو کې متفاوت لیدلوري او لارې وړاندې او له هر اړخیز نقد او ارزونې وروسته د چارو د اجرا او ښه‌والي تصمیم ونیول شي.

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال دا ډول څرګندونې د هغه د پلویانو له‌خوا د ښاغلي دوستم په کارونو کې مداخله بولي.

د دغې جرګې غړي محمد اصف صدیقي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسان هڅه کوي چې هغه د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه جلا کړي.

صدیقي: د دوستم یو شمېر پلویان له دوستم نه ناوړه استفاده کوي.
صدیقي: د دوستم یو شمېر پلویان له دوستم نه ناوړه استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه.

"دا باید په یاد ولرئ چې د هغه یو شمېر پلویان له دوستم نه ناوړه استفاده کوي، غواړي په بېلابېلو عنوانونو له ځینو ادرسونو هغه په غیر مستقیمه توګه احساساتي کړي او په دې سره غواړي د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف او درز رامنځته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې عبدالرشید دوستم د دوشنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قوم پالنې تورن کړل او ادعا یې وکړه چې ولسشمر غني پر ده باور نه‌لري.

دوستم د ملي وحدت حکومت مشران په قوم پالنه تورن کړي و
دوستم د ملي وحدت حکومت مشران په قوم پالنه تورن کړي و

ښاغلي دوستم همدارنګه ویلي چې محمد اشرف غني د لومړي مرستیال واک او صلاحیتونه قبضه کړي دي.

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې د ملي وحدت حکومت مشرانو تر منځ روان وضعیت به په هېواد کې جګړه نوره هم ګرمه کړي.

سعیدي: دا اختلافات به جګړه نوره هم ګرمه کړي.
سعیدي: دا اختلافات به جګړه نوره هم ګرمه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان دولت د مشرانو تر منځ نه‌یووالی د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي او ویجاړي نوره هم زیاته شي او دا کار به بالاخره د حکومت عمر رالنډ کړي."

یوازې د ښاغلي دوستم څرګندونې هغه موارد نه‌دي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ له روانو ستونزو پرده پورته کوي، بلکې له دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر ولسمشر دې ته ورته تند تورونه پورې کړي وو جمهوري ریاست دا ډول څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف وبللې.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG