د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

دوستم: ملي وحدت حکومت رهبرۍ په پټو سیاستونو ناامني زیاته کړې


د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت پر رهبرۍ نیوکه وکړه چې د پټو او ناسمو سیاستونو له امله‌یې بې‌امنیتي زیاته کړې ده.

ښاغلي دوستم پرون دوشنبه شبرغان کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر او اجرائیه رئیس د وزارتونو او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم

عبدالرشید دوستم وویل:

"زه بد نیت نه‎لرم. زما هدف دا دی چې زه ۶۲ کلن شوی یم او غواړم چې بلاخره اوربند شي، سوله ټینګه شي او د چا د شهادت خبر رانه‎شي. په هره خبره چې تفاهم ته رسېږي، ورسېږي ځکه دا زما ارمان همدا دی."

د حکومت رهبرانو تر اوسه په‎ دې اړه نظر نه‎دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG