د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

بلخ کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی


په بلخ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست په دې ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه ښايي.

د بلخ مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر عبدالرحمن اوغلي وايي چې تېر کال په بلخ ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۸۵ زره تنه وو خو اوس مهال دا شمېر له ۱۰۰ زرو څخه هم لوړ شوی دی.

ښاغلي اوغلي په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه وویل:

" بدبختانه په بلخ ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسان شمېر مخ په زیاتېدو دی، مختلف عوامل لري یو خو بې مهاجرتونه دي، بل مخدره توکي په آزاده توګه پلورل کېږي او همدارنګه په کورنیو کې فقر سبب شوی چې خلک مخدره توکو ته مخ کړي."

اوغلي په بلخ کې د معتادینو لپاره د درملنې د یوه مجهز روغتون نه شتون هم په نشه یې توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتېدو یو بل لامل یاد کړ.

په همدې حال کې د مزارشریف د دشت شور هدیرې پر سر راغونډ شوي ځیني معتادین وايي چې د فقر او بې وزلۍ له امله یې د مخدره توکو استعمال ته مخ کړې ده.

په دې کسانو کې ځینې ښځې هم تر سترګو کېږي چې په ازاده توګه پوډر څکوي.

نجلا رفعت هم یو له همدې مېرمنو نونه هغه یې په اړه وايي:

"زه غریبه ښځه یم، زما ماشومان ورک دي دولت مې هم غمه نخوري، نورو سره مرسته ترسره کوي، خو ماته یې هېڅ پام نه دی، دلته زه او زما خاوند دواړه مخدره توکي کاروو."

په مخدره توکو روږدي کسان وايي چې د کار زمینې نشتوالی، فقر او دوی ته د دولت نه پاملرنه د دې سبب شوې چې ورځ تربلې د روږدو کسانو شمېر زیات شي.

دوی وايي چې د ژوند د غم او غوسې له امله یې اعتیاد ته مخه کړې:

"دولت موږ ته پام نه لري او کور کې د خوړولو ډوډۍ نه لرم، نو مجبوره یم چې پوډر وڅکوم او بیا خپل غم پرې بدل کړم."

ځیني نور بیا وايي چې په ازاده توګه د مخدره توکو خرڅلاوی هم د دې سبب شوی چې دوی اعتیاد ته مخ کړي.

معتاد غلام فاروق یې په اړه وايي:

"په بازار کې ازادانه دا مخدره توکي پلورل کېږي او زه څو ځلې تداوي شوم خو بیا مې هم ورته لاس رسی درلود نو اوس په دې بد مرض اخته شوی یم."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا د بلخ پولیسو هم تاییده کړې ده چې روږدي کسان په ازاد توګه مخدره توکو ته لاس رسی لري او دوی هڅه کوي چې د مخدره توکو پلورونکي وپېژني او د قانون منګولو ته وسپاري.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG