د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې د معتادینو د درملنې شل بستریز روغتون ودانۍ په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په مالي مرسته د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
تېره ورځ د یاد روغتون ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې یاد روغتون د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په مالي مرسته د نشهيي توکو پر ضد ادارې په چوکاټ کې جوړ شوی چې د نارینهوو او ښځینهوو لپاره جلا، جلا برخې لري.
ده د پکتیکا له خلکو وغوښتل چې د خپلو کورنیو هغه غړي چې پر نشو روږدي دي، د درملنې لپاره دې روغتون ته معرفي کړي، څو درملنهيې وشي او د ټولنې د نورو وګړو په شان کورنۍ او ټولنې ته د خدمت کولو مصدر وګرځي.
محمدالیاس وحدت له کشفي ادارو، رسنیو او همدارنګه د ټولنې له مخورو غوښتنه وکړه چې د نشهيي توکو د کارونې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او د هغې د جسمي او ټولنیزو زیانونو په تړاو دې ولس ته معلومات ورکړي.
محمدالیاس وحدت زیاتوي:
"د دغه روغتون په جوړېدو سره به په پکتیکا کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر کم شي او له دې وروسته به معتادین په سمه توګه دلته د صحي ډاکټرانو له لوري تداوي کېږي، غوښتنه کوم چې له روغتونه دې په سمه توګه ګټه پورته شي، البته زموږ ډېر ټینګار په دې نهدی چې د ناروغانو دې سمه درملنه وشي بلکې ټینګار په دې کوو چې موږ باید هېڅ معتادین ونهلرو او په ګډهيې مخه ونیسو."
د ارګون ولسوالۍ مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو هم رسنیو سره په خبرو کې د روغتون د جوړولو په برخه کې د ځايي چارواکو د هلو ځلو او پاملرنې مننه وکړه او هیلهيې څرګنده کړه چې په دې سره به په یاده ولسوالۍ کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو تداوي وشي او تر یوه بریده به نور ځوانان نشو ته مخه نهکوي.
راپور: نجیبالله الوخېل