د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

مرشد: کندز کې په نشې د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی


په کندز ولایت کې د نشه‌ يي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي سره له دې چې له ۷ کلنو راپدېخوا په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېله صفر شوې، خو له ايران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو له کبله په دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.

د دغو چارواکو د رسمي معلوماتو له مخې چې په روږدو کسانو کې ډېرې ځوانان بيا ښځې او لږ شمېر ماشومان هم شامل دي.

یاد چارواکي وايي، له ۷ کالونو راهیسې کندز د هېواد له هغو ولايتونوڅخه شمېرل کېږي چې د کوکنارو د کرکېلي کچه په‌کې صفر ته راټېټه شوې ده، خو بیا ترڅنګ یې په دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په کندز کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې رئيس عبدالبصیر مُرشد په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

کندز کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې رئيس عبدالبصیر مُرشد
کندز کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې رئيس عبدالبصیر مُرشد

"په کندز کې د کوکنارو کرکېلي کچه صفر درجې ته راټېټه شوې ده، خو بیا موږ اندېښمن یو چې په دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او اوس مهال نه یوازې نارېنه بلکې ښځې هم په دې پدیدې باندې اخته شوي دي او په کندز کې د روږو کسانو شمېر ۳۰ زرتنو ته رسېږي."

ښاغلي مُرشد زیاتوي چې اوس مهال په کندز کې د روږدو کسان شمېر ۳۰ زره تنو ته رسېږي.

پرنشه‌يي توکو د روږدو کسانو د خبرو پر بنسټ چې نشه‌يي توکي په بازار کې په ډېرې آسانې سره موندل کېږي چې له کبله یې د روږدو ځوانان شمېر په دې ولایت کې مخ په ډېرېدو دی.

اوس مهال په کندز کې یو شمېر مېرمنې هم پر دغې کرغېړنې پدیدي باندې اخته شوي دي.

د پاخه عمرلرونکې یوه مېرمن چې له ډېرې مودې راهیسې نشه کوي، هغې په دې اړه داسې وویل:

"زه خوارې، اقتصادي ستونزو، مجبوریتونو، غریبې او نادارې دې اړه کړم چې پر مخدره توکو باندې اخته شم، خو اوس له دولت څخه غواړم چې له ماسره مرسته وکړي، څو بېرته روغه شم."

په ورته وخت کې په شمال‌ځتیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین‌زر زون مشر شېر عزیز کامه‎وال په خپلو خبرو کې وویل چې ملي پولیسو ته یې سپارښتنه کړې، څو په دې ولایت کې د مخدره توکو پلورونکې او قاچاق‏بران ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپارې.

ښاغلي کامه‎وال په دې اړې داسې وویل:

شېر عزیز کامه وال
شېر عزیز کامه وال

"موږ څوموده وړاندې یوشمېر مجرمین او خلافکاره کسان ونېول او همغه ګړی ماته یو جګ پوړې چارواکي زنګ ووهه چې ښاغلی کامه‎واله دغه کسان آزاد کړه، خو ما ورته وویل چې زه مجرمین او خلافکار کسان قانون ته سپارم او هیڅ ډول زور او فشار ته غاړه نږدم او نې خوشې کوم."

د کندز ولایت د نشه‎يي توکو په وړاندې دمبارزي مشر، په دې ولایت کې د روږدو ځوانانو دزياتوالي سترلامل، بې‎وزلي، بې‎کاري، اقتصادي ستونزې او له ايران او پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل په ګوته کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG