د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

عزیز: له حزب اسلامي سره موافقې نورې ډلې هم سولې ته هڅولي


په بهرنیو چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي، داسې بریښي چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې تړون لاسلیکېدل نورې ډلې هم خبرو اترو ته هڅولي دي.

نوموړي همداراز په افغانستان کې په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې هیڅ څوک په یوازې افغانستان نه شي نیولی، بلکې سوله او ثبات یواځې په خبرو کې نغښتې ده.

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي عزیز دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له کابله ورغلي هغه غېر دولتي افغان پلاوي ته کړي چې د افغانستان د پارلمان، د دفاع وزارت، د سولې د عالي شورا او د مخکیني حکومت ځینې غړي پکې شامل دي.

دغه پلاوی د پاکستان د یوې غېر سرکاري ادارې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز «Centre for Research and Security Studies» په بلنه اسلام اباد ته ورغلی دی.

دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او همداشان ځینو نورو مساېلو خبرې کړي دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي، ښاغلي عزیز دغه پلاوي ته د وينا پر مهال ويلي چې پاکستان هڅه کوله چې د طالبانو ټولې ډلې وهڅوي څو د سولې او بیا پخلاینې د پروسې برخه وګرځي او ټینګار یې کړی چې:

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

"موږ به د سولې او بیا پخلاینې د پروسې د هڅونې په لړ کې د کابل له خوا ټاکل شوي لومړیتوبونه تعقیب کړو."

سرتاج عزیز اوسنی افغانستان مختلف بللی او پر جنګېدونکو ډلو یې غږ کړی چې په دې باید وپوهېږي، چې "اوسنی افغانستان سوله غواړي."

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، ښاغلي عزیز له دغه افغان پلاوي سره په لیدنه کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو وروستیو کنګوسیو ته په اشاره ویلي چې:

"زموږ خواهش دا دی چې افغان حکومت او طالبان خپلې مسئلې پخپل منځ کې سره حل کړي، موږ به په دې لړ کې د هغوی مرسته وکړو."

ښاغلي عزیز د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې د تړون هرکلی کړی او په خبره يې: "داسې ښکاري چې دغه تړون نورې ډلې هم هڅولي ترڅو د خبرو اترو برخه وګرځي."

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې تړون څه موده مخکې تر اوږد انتظار وروسته لاسلیک شو چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې امریکا او پاکستان هرکلی وکړ او دا یې په افغانستان کې د سولې لپاره مهم ګام وباله.

راپور: ذبیح مومن

XS
SM
MD
LG