د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

نفیس زکریا: افغانستان کې د تلپاتې سولې غوره لار سیاسي خبرې دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد به‌یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د دې هېواد د سولې په پروسه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د دغه وزارت ویاند نفیس زکریا همداشان په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره سیاسي خبرې اترې و مذاکرات تر ټولو غوره لار بللې او په دې لړ کې یې د افغان حکومت او حزب اسلامي ګوند تر منځ د سولې تړون لاسلیکول ښه بېلګه بللې ده.

ښاغلي زکریا دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خپلې اوونیزې خبري غونډه کې خبریالانو ته د وينا پر مهال کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې تېره ورځ ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې د افغان حکومت او افغان طالبانو استازو په قطر کې سره لیدلي او پر یو لړ مساېلو یې خبرې کړي دي.

ښاغلي زکریا که څه هم په قطر کې د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه د پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه کړې، دا یې د افغانانو خپلمنځي موضوع بللې، خو ټینګار یې کړی چې:

"په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوره لار سیاسي خبرې اترې او مذاکرات دي پاکستان په دې باور دی چې د تلپاتې سولې و ثبات لپاره باید ټولې هڅې د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د سولې د پروسې له لارې وشي، زموږ هدف یو باثباته او امن افغانستان دی چې د ټولې سیمې، په خاص ډول د پاکستان لپاره مهم دی."

نفیس زکریا همداراز د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزه کمېټه په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره یو ښه فورم بللی او په خبره‌یې، پاکستان چمتو دی چې له دې لارې خپل رول ولوبوي.

د افغان سولې څلور اړخیزه غونډه
د افغان سولې څلور اړخیزه غونډه

دغه څلور اړخیزه کمېټه تېر کال په اسلام‌اباد کې د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه په جوړ شوي اېشیا زړه کنفرانس کې جوړه شوه چې بیا وروسته‌یې په کابل او اسلام‌اباد کې څو غونډې هم وکړې، خو په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته د دغې کمېټې برخلیک هم ناڅرګند دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغو راپورونو په اړه چې وايي افغان طالبانو له ایران سره تعلقات جوړ کړي او د دې لپاره‌یې خپل استازی ټاکلی هم له څه ویلو ډډه کړې ده.

نوموړي د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند تر منځ د سولې د تړون د لاسلیک کېدو یادونه هم کړې او دا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره ښه مثال بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ګوند تر منځ د سولې تړون تېره میاشت لاسلیک شو چې پر امریکا او نورو هېوادونو سربېره‌یې پاکستان هم هرکلی وکړ او دا یې په افغانستان کې د سولې لپاره مهم ګام وباله.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG