د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

اوباما: باور لرم عراقي ځواکونه به موصل کې داعش ته ماته ورکړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د عراق شمال کې د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات به سخت وي خو باور لري چې عراقي ځواکونه به اسلامي دولت وسله‎والې ډلې یا داعش ته ماتې ورکړي.

د عراق پوځ د دوشنبې په ورځ له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

په‎ دې عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

ولسمشر اوباما پرون سې شنبه سپینه ماڼۍ کې وویل، موصل کې د پوځي عملیاتو پيل د پرمختګ یو بل ستر ګام دی.

د اوباما په وینا، داعش به چې د ۲۰۱۴ میلادي کال دوبي کې یې موصل ښار ونیو، د دې عملیاتو په پایله کې ماته وخوري.

اوباما: موصل کې د پوځي عملیاتو پيل د پرمختګ یو بل ستر ګام دی.
اوباما: موصل کې د پوځي عملیاتو پيل د پرمختګ یو بل ستر ګام دی.

بارک اوباما زیاته کړه:

"د موصل ښار د ازادۍ لپاره د عراقیانو عملیات د پرمختګ یو بل ګام دی. لکه څرنګه چې تاسې خبر یاست، موصل د عراق دوهم ستر ښار دی او داعش له تېرو دوو کلونو راهیسې هلته ځان ټینګ کړی دی. ښايي د یو میلیون په شاوخوا کې وګړي به هلته واوسي نو له دې ښاره د داعش د ایستلو تر څنګ، زموږ تمرکز د هغو ملکي خلکو لپاره مرستې او بشري خدمت دی چې له جګړې تښتي."

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د عملیاتو له پیل سره څرګنده کړه چې یوازې د عراق ملي پوځ به موصل ته چې ډېری استوګن‌یې سُنیان دي، ورننوځي.

دا خبره ځکه مهمه ده چې د عراق شیعه ملېشه هم چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د موصل د بېرته نیولو عملیاتو کې برخه لري.

عملیاتو کې د شیعه ملېشو او کُردي پېشمرګه ګډون دا اندېښنه پیدا کړې چې ښايي د موصل تر نیولو وروسته، هلته مېشتو سُنیانو ته ګواښ پېښ شي.

د عراق پوځ ویلي چې د جنوب له لوري یې پرمختګ کړی دی.

د عراق پوځ ویلي چې د جنوب له لوري یې پرمختګ کړی دی.
د عراق پوځ ویلي چې د جنوب له لوري یې پرمختګ کړی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون له سپينې ماڼۍ په وینا کې څرګنده کړه چې د داعش پر ضد روان پوځي عملیات به ګران وي خو داعش به ماته وخوري.

بارک اوباما وویل:

"موصل کې به جګړه سخته وي. په‎ دې جګړه کې به پرمختګ او شاته تګ وي، خو باور لرم چې داعش به لکه څرنګه چې د عراق په نورو سیمو کې ماتې وخوړه، په موصل کې هم مات شي او دا به د داعش د ځپلو لپاره یو بل ګام وي."

د عراق د پوځ یوه جنرال خبري رسنیو ته وویل چې لږ تر لږه ۲۵ زره عراقي عسکر په‎ دې عملیاتو کې ګډون لري.

د کُردي ملېشو یا پېشمرګه قوماندانۍ ویلي چې د دوی ۴۰۰۰ ملېشه هم په‎ دې عملیاتو کې شامل دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر ویلي چې دا پوځي عملیات د داعش د وسله‎والو د ماتې لپاره ډېر مهم دي.

د ده په وینا، که عراقي ځواکونه موصل ونیسي، عراق کې به داعش وسله‎والو ته ستره ضربه وي.

XS
SM
MD
LG