د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

له داعش نه د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات پيل شول


په عراق کې له اسلامي دولت یا داعش ډلې نه د دوهم ستر ښار موصل د بیا نیولو عملیات پیل شول.

عراقي پوځیانو د امریکا په هوايي مرسته د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لاسه د ستراټيژیک ښار «موصل» د نیولو لپاره عملیات پيل کړل چې په نیول کېدو سره به‌یې د دې ډلې ګېلم ټول شي.

دا عملیات تېره شپه د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په امر پیل شول او هغه وویل چې هدف یوازې د موصل ازادي ده.

حیدر العبادي
حیدر العبادي

​صدراعظم العبادي له بغداد نه په ټلوېزیوني وینا کې د دغو عملیاتو د پيل اعلان وکړ:

"د بریا وخت رارسېدلی دی او د موصل د ازادولو لپاره عملیات پيل شول، زه نن د داعش له ظلم او ستم نه ستاسو د خلاصون په خاطر د دغو عملیاتو پیل اعلانوم، که خدای کول ژر به په موصل کې سره وګورو او ستاسو د ازادۍ جشن به ولمانځو، یو ځل بیا به د ټولو مذهبونو پیروان سره په ګډه ژوند وکړو."

خو ملګرو ملتونو د «موصل» د بیا نیولو لپاره د عملیاتو پر مهال د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

فرانس پرېس خبري اژانس په بشري حقونو او بېړنیو حالاتو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سټیفین اوبراین په حواله لیکلي:

"په موصل کې د شته یو نیم میلیونو عامو خلکو د ژوند په اړه سخت اندېښمن دی چې کېدای شي په عملیاتو کې زیانمن شي."

ملګرو ملتونو موصل کې د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو په اړه اندېښنه ښودلې.
ملګرو ملتونو موصل کې د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو په اړه اندېښنه ښودلې.

ښاغلي اوبراین ویلي شاوخوا یو میلیون خلک به په بد حالت کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي او په زرګونه عراقي ځوانان، زاړه، نجونې او هلکان به د جګړې په لومړیو کرښو کې یا ګېر پاتې وي یا به د سپر په توګه وکارول شي.

موصل په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې له‌خوا ونیول شو.

که څه هم د عراق صدراعظم د پوځیانو د جوړښت په اړه څه ونه‌ویل خو روېټرز بیا لیکلي چې په پوځیانو کې اکثره شیعه، پیشمرګه او یزیدیان شامل دي.

داعش په عراق کې تر ټولو زیات زیان همدغو ډلو ته اړولی دی.

روېټرز د یوه ترکي مقام په حواله لیکلي چې د هېواد پوځیان به‌یې چې په بشیقه کې عراقي پوځیان روزي په دغو عملیاتو کې برخه ونه‌لري، خو د دوی په لاس درې زره روزل شوي عراقي پوځیان به په دغو عملیاتو کې پراخه ونډه ولري.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دا ډاډ ورکړ چې عملیات به د خلکو د خوندیتوب لپاره وي او د خلکو له خوندیتوب پرته به بل هېڅ هدف هم نه‌تعقیبېږي.

ښاغلی عبادي زیاتوي:

"کوم پوځیان چې د ازادۍ عملیات مخته وړي د عراق پیاوړی پوځ او ملي پولیس دي، یوازې همدا پوځیان به د موصل ازادي لپاره عملیات کوي کوم بل څوک نه، هغوی ستاسو دي او تاسو د هغوی، هغوی هېڅ هم نه‌غواړي مګر ستاسو ښېګڼه او خوندیتوب."

تمه ده شاوخوا دېرش زره عراقي پوځیان د درې تر څلورو زرو داعش وسله‌والو د له‌منځه وړلو په هدف په موصل کې دا جګړه مخته یوسي چې ختم‌یې د داعش په له‌منځه وړلو تړلی بلل شوی دی.

اخوا د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټون کارټر ویلي چې دا د اسلامي دولت ډلې د ماتې عملیات دي او په عراقي پوځیانو پوره باور دی چې موصل به د هغه په خبره زموږ له ګډ دښمن داعش نه ازادوي او خلک به د دې ډلې له ظلم او وحشته خلاصوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د عراق د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

XS
SM
MD
LG