د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

پنټاګون: موصل عملیات د بې‌ګناه عراقیانو د ازادۍ عملیات دي


د امریکا دفاع وزارت وايي، موصل کې پوځي عملیات د بې‌ګناه عراقیانو د ازادۍ عملیات دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک څرګنده کړه چې په موصل کې پوځي عملیات د عراقي ځواکونو لپاره ډېر مهم دي.

د پيترکوک په وینا، د موصل عملیات د داعش پرضد مبارزه کې سمبولیک اهمیت لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک

پیترکوک وویل:

"موصل تر یوه سمبول زیات، داسې ښار دی چې لږ تر لږه یو میلیون وګړي په‎کې اوسېږي. تر دوه کاله زیات وخت وشو چې داعش په موصل کې پر خلکو ظلم کوي او وحشتناک جنایتونه‌یې ترسره کړي دي. د موصل عملیات د زرګونو بې‌ګناه عراقیانو د ازادۍ عملیات دي. دا عملیات د عراقي پوځیانو، پولیسو او د ترورېزم ضد ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي. کُردي پيشمرګه اوسني قومي ملېشه هم په‎ دې جګړه کې اساسي رول لوبوي. د ترورېزم ضد ائتلاف چې امریکا يې مشري کوي، د هغوی ملاتړ کوي، لوژېستیکي مرستې، استخباراتي معلومات او هوايي مرسته ورسره کوي."

خو د ناروې د مهاجرینو شورا اندېښنه څرګنده کړې چې زرهاوو کورنۍ ښايي په موصل کې د پوځي عملیاتو له امله بې‌کوره او نورو سیمو ته وتښتي.

په عراق کې د دې ادارې استازو د هغو ملکي عراقیانو د امنیت په اړه چې د پوځي عملیاتو پر مهال له موصله تښتي یا هلته پاتې کېدو ته مجبورېږي، شدیده اندېښنه څرګنده کړې ده.

اربیل ښار ته نېږدې د جګړې له امله بې کوره شوي خلک
اربیل ښار ته نېږدې د جګړې له امله بې کوره شوي خلک

اربیل ښار ته نېږدې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو په کمپ کې د ناروې د مهاجرینو شورا استازې کورتني لېر روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"د ناروې د مهاجرینو شورا د بې‌کوره شویو خلکو د سترو جوپو راتګ ته ځان تیاروي. موږ داسې اتکل کوو چې د عملیاتو د پيل په لومړیو اوونیو کې به تر ۲۰۰ زره کسان له موصله وتښتي او په راتلونکو میاشتو کې ښايي دا شمېر اووه لکه کسانو ته ورسېږي. د بشري مرستو ټولنې په بې‌سارې ډول زیاتې هڅې کوي چې تیاری ونیسي خو په لنډ وخت کې د دومره خلکو لپاره ترتیبات لویه ستونزه ده."

هغې زیاته کړه چې د هغو خلکو ژوند په خطر کې دی چې له موصله د تېښتې هڅه کوي.

د عراق د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

کورتني لېر زیاته کړه:

"موږ د هغو خلکو د امنیت او سلامتۍ په اړه اندېښمن یو چې له موصله تښتي. زیات خلک ښايي په کورونو کې بند پاتې وي. هغه کسان چې تښتي ښايي وویشتل شي او وسله‎والې ډلې حملې پرې وکړي. موږ د دې خلکو د مصونیت او هغو سیمو ته چې بیړنۍ مرستې ترلاسه کوي او پناه اخلي د هغوي د رسېدو په اړه تشویش لرو."

د عراق په شمالي ښار موصل کې د داعش پر ضد پوځي عملیات پرون پیل شول.

د عراق د پوځ یوه جنرال خبري رسنیو ته وویل چې لږ تر لږه ۲۵ زره عسکر په‎ دې عملیاتو کې ګډون لري.

د کُردي ملېشو یا پيش مرګه قوماندانۍ ویلي چې د دوی ۴۰۰۰ ملېشه هم په‎ دې عملیاتو کې برخه لري.

د کُردي ملېشو یا پيش مرګه قوماندانۍ ویلي چې د دوی ۴۰۰۰ ملېشه هم په ‎دې عملیاتو کې برخه لري.
د کُردي ملېشو یا پيش مرګه قوماندانۍ ویلي چې د دوی ۴۰۰۰ ملېشه هم په ‎دې عملیاتو کې برخه لري.

د عملیاتو تر پيل وروسته، یوه پيشمرګه په موصل کې د روېټرز خبریال ته وویل:

"زه له خپلو پيشمرګه ملګرو سره یوځای شوم چې له داعشه د خپل پلار د قتل غچ واخلم."

د عراق صدراعظم د عملیاتو تر پيل وروسته له خپلو خلکو سره ژمنه وکړه چې د بري وخت‌یې نېږدې دی او ډېر ژر به، د ده په وینا یوازې د عراق حکومتي ځواکونه دا ښار ونیسي.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې په‎ دې عملیاتو کې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر ویلي چې دا پوځي عملیات د داعش د وسله‎والو د شکست لپاره ډېر مهم دي.

که عراقي ځواکونه موصل ونیسي، عراق کې به داعش وسله‎والو ته ستره ضربه وي.

عراق کې د امریکايي ځواکونو سرچینو ویلي چې د موصل عملیات ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG