د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

چارواکي: عراقي ځواکونو د موصل ښار عملیاتو کې پرمختګ کړی


د عراق پوځ او کرد ملېشې له داعش څخه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د عراق د دغه دوهم ستر ښار پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د عراق د شمال کُرد ملېشو قوماندانان وايي، د موصل ښار په عملیاتو کې یې ګڼ شمېر کلي له داعش وسله‌والو څخه نیولي او دا ډله‌یې له خپلو سنګرونو څخه پر شا تمبولې ده.

کُرد پېشمرګه ملېشو وروسته تر هغې د موصل ښار په څنډو کې پرمختګ وکړ چې پرون یعني د عملیاتو په لومړۍ ورځ توبخانې، توغندیو او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف جېټ الوتکو د داعش سنګرونه وویشتل.

عراقي او امریکايي مقامات وايي، له داعش څخه د موصل ښار بېرته نیول به دغې ډلې ته یوه لویه ضربه وي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک ویلي چې عراقي ځواکونو له پلان سره سم د موصل ښار پر لور پرمختګ کوي.

د امریکا د متحده ایالتو د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک
د امریکا د متحده ایالتو د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک

هغه زیاته کړه:

"دغه جګړه د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې له واکمنۍ د په سلګونو زره بې‌ګناه عراقیانو د ازادولو لپاره ده، دغه جګړه د زرګونو عراقي پوځي پرسونل، د ترورېزم ضد ځواکونو او فدرالي پولیسو په ګډون د عراقي کورنیو له‎خوا مخ ته وړل کېږي، کُرد پېشمرګه او سُني قبایلي ځواکونه هم په دغې جګړه کې مهمه ونډه لري، د امریکا په مشرۍ د شپېتو هېوادونو د داعش ضد نړیوال ائتلاف د دوی ملاتړ کوي، ورته مشوره ورکوي، لوژېستیکي ملاتړ یې کوي، په استخباراتو او د دقیق هوایي ځواک په برخه کې ورسره مرسته کوي."

نوموړي وویل امریکا او د نړیوال ائتلاف نور غړي د موصل ښار په پوځي عملیاتو له عراق څخه ملاتړ کوي.

اخوا بیا د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي چې د داعش له ځپلو وروسته به یوازې حکومتي ځواکونه موصل ښار ته د داخلېدو اجازه ولري.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي
د عراق صدراعظم حیدر العبادي

هغه زیاته کړه:

"د ازادي دا عملیات د عراق د زړور پوځ او پولیس په مشرۍ ترسره کېږي، یوازې دوی، نه بل څوک به د موصل ښار د ازادولو لپاره داخلېږي، دوی له تاسو او ستاسو لپاره دي، دوی پرته ستاسو له ساتنې بل هېڅ نه‌غواړي."

عبادي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه ملېشو له‌خوا د موصل ښار له سنُیانو سره د احتمالي ناوړه چلند په اړه اندېښنې موجودې دي.

تر دې مخکې د عراق شیعه ملېشې له سنُیانو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.

متحده ایالاتو هم په موصل او د دې ښار په شاوخوا کې د څه د پاسه یو نیم میلیون ملکي وګړو د سلامتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د عراق پوځ یوه افسر جنرال حیدر فاضل رسنیو ته ویلي چې د موصل د بېرته نیولو په عملیاتو کې شاوخوا ۲۵ زره عراقي سرتېري او ۴ زره کرد ملېشه برخه لري.

د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون میاشت کې موصل ښار ونیو.

د دغه ښار د ازادولو لپاره روان عملیات له هغې وروسته چې امریکایي ځواکونه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراقه ووتل، تر ټولو ستر عملیات دي.

دغه عملیات د شاوخوا څلور زره کُرد پېشمرګه ځواکونو په ګډون له پنځه ویشتو زرو زیات ځواکونه مخ ته وړي.

XS
SM
MD
LG