د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

بشري حقونو سازمان یمن کې پر جنازې بمباري جنګي جنایت بللی


د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي چې د يمن په صنعا کې د جنازې پر مراسمو د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف بمبارۍ يو جنګي جنايت دی.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي چې د قربانيانو لوی شمېر ملکيان وو او د حملې په ځای کې د وسلو پاته شونې ښيي چې وسلې امريکايي وې.

د ائتلاف الوتکو د شنبې په ورځ د جنازې پر مراسمو دوه هوايي حملې وکړې چې په‎کې ۱۴۰ کسان ووژل شول او لږ تر لږه شپږ سوه ټپيان شول.

دا جنازه د ياغيانو د حکومت د کورنيو چارو وزير د پلار وه چې ورته د ياغيانو د ائتلاف د امنيت او پوځ ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي ورغلي وو. د يمن د حکومت ضد ياغيان د صنعا کنټرول په خپل لاس کې لري.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يا هيومن رايټس واچ د منځني ختيځ څانګې رئيسې ساره لي ويسټن ويلي چې د دې غميزې په اړه د نړيوالو پلټنو اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په نيويارک کې په يوه خبري اعلاميه کې د جنازې پر مراسمو د سعودي عربستان د هوايي بمباریو په اړه وويل:

"د شنبې د ورځې د جنازې پر مراسمو بمباري پر ملکيانو يوه بې رحمانه حمله ده او د نړيوالو بشري قوانينو څخه سرغړونه ده. دا ځای د ټولنې مرکز وو او له کورنيو او کوچنيانو ډک وو. پر هغو خلکو بمباري کول چې له اوله د خپلوانو غم ژاړي، بې رحمانه کار دی."

په ۲۰۱۵میلادي کال کې د يمن پخواني ولسمشر ته له وفادارو ځواکونو سره يو ځای شيعه ياغيانو پر پلازمېنه صنعا حمله وکړه او د نړيوالو له‎خوا په رسميت پېژندل شوی حکومت يې پر شا وتمباوه.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د روان کال په مارچ مياشت کې د ياغيانو پر مرکزونو حملې پيل کړې.

سعودي عربستان پر حوثي ياغيانو تور پورې کوي چې د شيعه ايران لاس‎پوڅي دي.

په هوايي کمپاين او مځکنۍ جګړه کې شاوخوا څلور زره ملکيان وژل شوي دي او تر اووه زره زيات ټپيان شوي دي.

د جګړې له لاسه يمن د عربي نړۍ تر ټولو بې وزلې هېواد دی او د ائتلاف د حملو له کبله له قحطي سره مخامخ شوی دی.

يمن کې د ائتلاف د کمپاين له پيل راهيسې، د بشري حقونو ادارو د ائتلاف د بمباريو په اړه راپورونه ورکړي چې ودونه، بازارونه، ښوونځي او روغتونونه يې په نخښه کړي دي.

د جنازې پر مراسمو له بمبارۍ وروسته، د ائتلاف چارواکو د دې پېښې په اړه د کورنيو پلټنو غوښتنه کړې ده.

خو د بشري حقونو نړيوال سازمان په یوه اعلاميه کې ويلي چې په دې اړه دې نړيوالې خپلواکې پلټنې وشي.

دې ادارې همدا راز له امريکا او برېتانيې دواړو غوښتي چې په چټکۍ سره سعودي عربستان ته د وسلو پلور بند کړي.

دغو دواړو هېوادونو پر سعودي عربستان د میلياردونو ډالرو په لګښت وسلې پلورلي دي.

خو د جنازې پر مراسمو له بمبارۍ وروسته يوه امریکايي چارواکي ويلي چې د امريکا ملاتړ به په پټو سترګو نه وي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا جنګي بيړيو د يمن په سره سمندرګي کې د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې ساحل کې د کروز توغنديو حمله وکړه او درې رادارونه يې له‎منځه يووړل. دا حملې د روانې اوونۍ پر مهال د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمې څخه د امریکا پر بحري جنګي بيړيو د ويشتل شویو توغنديو په ځواب کې وې.

د ياغيانو له خوا ويشتل شوي توغندي هدف ته نه وو رسېدلي.

XS
SM
MD
LG