د لاسرسي لېنکونه

په زرګونو یمنیانو د یکشنبې په ورځ په پایتخت صنعا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مظاهره وکړه او دغلته یې د جنازې پر مراسمو د وروستۍ مرګونې هوايي بمبارۍ په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه.

په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي، د دې خونړي هوايي برید پړه د سعودي عربستان په مشرۍ پر سیمه ییز پوځي ایتلاف اچوي.

دا له هغې را وروسته چې دې ایتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بمبارۍ پیل کړې تر ټولو خونړی برید دی.

یو شمېر مظاهره چیانو چې په صنعا کې یې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مظاهره وکړه پر ملګرو ملتونو انتقاد وکړ چې په دې هېواد کې شخړه پای ته نه رسوي او د وروستي برید په اړه یې د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه.

په مظاهره کې ځینو فعالانو د سیمې له خلکو غوښتل چې راپورته شي او پر سعودي عربستان برید وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ددې خونړي برید په اړه د چټکو او بې پرې څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پر ولسي خلکو دا ډول بې رحمانه بریدونه کاملاً د نه منلو دي.

نوموړي عدالت ته د هغو کسانو د را وستلو غوښتنه کړې چې پر ولسي خلکو ددې برید مسؤل دي.

بل خوا راپورونه وايي چې دا برید به د امریکا او سعودي عربستان اړیکې چې لا د مخه په یمن کې د دې هېواد په مشرۍ د ایتلاف د مداخلې له کبله خړې پړې دي، نور هم خرابې کړي.

له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې بریدونه پیل کړي، ویل کېږي چې تر ۴۰۰۰ زیات ولسي خلک په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې په پیل کې یې ددې برید مسؤلیت رد کړی و، اوس ویلي دوی به د دې خواشینونکې او دردناک هوايي برید په اړه څېړنې وکړي.

د ریاض مهم ملاتړي واشینګټن ویلي، دوی د عربو ددې ایتلاف د ملاتړ په اړه سمدستي غور پیل کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند نید پرایس ویلي، د سعودي عربستان سره د امریکا امنیتي همکارۍ سپین چک نه دی.

نوموړي همدارنګه په یمن کې سمدستي د اوربند غوښتنه کړې.

جان کرِي

جان کرِي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دفتر په یوې خبرې پاڼې کې ویلي چې جان کري د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان او همدارنګه ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجبیر سره ټلیفوني خبرې کړې او ددې برید په اړه یې ورته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

جان کري له سعودي چارواکو غوښتي چې په یمن کې دې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو او اوربند په ټینګولو کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ایز ایتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه کوي وايي، دوی به ددې پېښې په اړه څیړنې وکړي.

ملګري ملتونه وايي، د شنبې په ورځ دې برید کې ۱۴۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د یکشنبې په ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې څخه دوه توغندي د امریکا هغې جنګي بېړۍ ته نږدې لګېدلي چې په سره سمندرګي کې روانه وه.

دا په وروستیو کې دویم داسې برید دی چې په دې نړیوالو اوبو کې بېړۍ په نښه کوي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي چې له یمن څخه د لیرې واټن ویشتونکی توغندي د سعودي عربستان مکې ښار ته نږدې د دې هېواد پر یوې پوځي اډې ورتوغول شوی دی.

سعودي چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې په یمن کې د حوثیانو تر ولکې لاندې سیمې څخه دوه نور توغول شوي توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.

XS
SM
MD
LG