د لاسرسي لېنکونه

امریکایي چارواکي وایي، وروسته له هغې چې روانه اوونۍ یمن کې ایران ملاتړي حوثي ځواکونو د متحده ایالتو پر یوې پوځي بېړۍ د توغندیو د توغولو ناکامه هڅه وکړه، د دغو ځواکونو د رادار د دستګاوو د ویجاړولو لپاره پوځ پر سیمې کروز توغندي وویشتل.

دغه برید ته چې نن شوی، د متحدو ایالتو ولسمشر بارک اوباما اجازه ورکړې او هغه د یمن په کورنۍ جګړه کې پر حوثي یاغیانو د امریکا لومړۍ پوځي حمله ده.

پنټاګون وویل چې دغه حمله‌یې د دفاع لپاره کړې ځکه د رادارد دغو دستګاوو په مرسته حوثي یاغیانو روانه اوونۍ سیمه کې د امریکا پر «USS» نومې بېړۍ درې توغندي ویشتي وو.

د پنټاګون ویاند پیترکوک وویل، له ځانه د دفاع دغه محدوده حمله د دې لپاره وشوه چې خپل پرسونل، بېړۍ او خپل ازاد تګ راتګ خوندي کړو.

هغه زیاته کړه، متحده ایالات به هر هغه راتلونکي ګواښ ته چې زموږ بېړیو او تجارتي ټرانسپورټ ته کېږي، مناسب ځواب ووايي.

چارواکو وویل، د رادارو دغه دستګاوې په یوې لیرې پرتې سیمه کې نصب وې او ملکیانو ته د مرګ ژوبلې خطر کم و.

داسې ښکاري چې حوثي یاغیانو به د هغې هوایي حملې د غچ اخیستو لپاره پر امریکایي بېړۍ توغندي ویشتي وي چې د تېرې اوونۍ په پای کې صنعا کې د جنازې پر مراسمو وشوه او په‎کې ۱۴۰ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG