د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

سعودي د یمن په صنعا کې د وروستۍ بمبارۍ په اړه څېړنې کوي


د سعودي عربستان چارواکي وايي، د هغې بمبارۍ په باب څېړنه کوي چې په نتيجه کې يې څه باندې ١٤٠ کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف بمباري د يمن په پلازمېنه صنعا کې پر هغه سالون شوې چې په زرګونو کسان په‌کې د فاتحې مراسمو ته راټول شوي وو.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله په دې حمله کې ١٤٠ کسان وژل شوي او ٥٢٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو يوه مقام وويل، دا په يمن کې د کورنۍ جګړې پر مهال په يوه ورځ تر ټولو خونړۍ حمله وه.

سعودي عربستان د شنبې په ورځ وويل چې د دې خواشينوونکې او دردوونکې بمبارۍ د راپورونو په باب به تحقيقات وکړي.

خو سمدستي يې دا تائيد نه‌کړه چې په يمن کې د دوى ائتلاف د ياغيانو په وړاندې جنګېږي، يوازنى قوت دى چې له هوايي ځواکه برخه‌من دى.

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف هوايي حمله د هغو بمباريو د لړۍ وروستۍ پېښه ده چې روغتونونه، مارکېټونه او نور ملکي اهداف‌يې هم په نښه کړي دي.

د دې حملې په ځواب کې د يمن د روغتيا سرپرست وزير غازي اسماعيل يوه کنفرانس ته وويل:

"د يمن روغتيا وزارت دغه غير انساني جنايت غندي چې له ټولو بشري، نړيوالو او اسلامي نورمونو څخه سرغړونه وه. د يمن د خلکو او د دوى د هېواد په وړاندې د روانو جنايتونو له کبله موږ نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه ملامت ګڼو."

د يمن چارواکي وايي په وژل شويو او ټپيانو کې د شيعه حوثي ياغيانو پوځي او امنيتي مسؤلان هم شامل دي.

دغه ياغيان د ولسمشر عبدالربُه منصور هادي د حکومت په وړاندې چې نړيوالو په رسميت پېژندلى او د دغه حکومت د متحدانو پرضد جنګېږي.

د شنبې ورځې فاتحه د حوثي ياغيانو د کورنيو چارو د وزير جلال‌الراوشان د پلار شيخ علي‌الراوشان لپاره رابلل شوې وه.

چارواکي وايي، په وژل شويو کې د صنعا د محلي شورا مشر تورن‎ جنرال عبدالقادر هلال هم شامل دى او په حمله کې جلال‌الراوشان سخت ټپي شوى دى.

په صنعا کې د حوثي ياغيانو وياند محمد عبدالسلام دغه حمله په کلکه وغندله او د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف له‌خوا يې د عامه وژنې عمل وباله.

د یمن صنعا کې شوې بمباري
د یمن صنعا کې شوې بمباري

يمن کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل جامي مک ګولدريک په يوه اعلاميه کې وويل، دوى د دغې بمبارۍ له کبله ټکان خوړلى دى او خواشيني دي.

د سعودي عربستان په مشر‌ۍ ائتلاف د يمن په کورنۍ جګړه کې د منصور هاديقواوو ته هوايي ملاتړ برابروي.

د ٢٠١٥ میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې په دې جګړه کې څه باندې ١٠ زره کسان وژل شوي او تر درې میليونو زيات نور کسان کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG