د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د حزب‎اسلامي یو پلاوی به ډېر ژر امریکا ته لاړ شي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي مرکچي پلاوی وايي چې ډېر ژر به د دغه حزب یو پلاوی د امریکا متحده ایالاتونو ته سفر وکړي.

وروسته له هغې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک شو، دغه ګوند هڅې کوي چې اوس په ظاهري ډول له نړۍ په ځانګړي توګه امریکا سره خپلې سیاسي اړیکې بیا جوړې کړي.

د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم‌ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ټاکل شوې چې د حزب‎اسلامي یو څلور کسیز پلاوی د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

که څه هم ښاغلي کریم د حزب‎اسلامي د پلاوي د سفر هدف د هېواد ملي ګټې او سولې پورې اړوند مسائل بولي، خو په دې اړه‌یې زیات جزئیات ورنه‎کړل.

د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم‌
د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم‌

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر مقصد هغه بحث و چې څو ورځې وړاندې مطرح شوی، خو اوس به له وخته وړاندې وي چې په دې اړه نظر ولرو، البته حزب‎اسلامي به د پخوا په څېر د هېواد ملي ګټو د سولې د راتګ په اړه، لکه چې بهرنیو ځواکونو سره په تماس کې و له بهرنیانو سره هم په اړیکه کې وي."

محمد امین کریم وايي، حزب‌اسلامي د هېواد ملي ګټو او د سولې د ټینګښت لپاره چمتو دی چې له نورو هېوادونو او نړۍ سره ډيپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

په ورته وخت کې د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي بل غړی عتیق‌الله صافی وايي، امریکا ته د حزب‎اسلامي د څلور کسیز پلاوي مشري به ډاکټر غیرت بهیر کوي.

ښاغلي صافی ټینګار کوي، وروسته له هغې چې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک شو، د نړۍ هېوادونو حزب‌اسلامي سره د اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا وښوده، د هغه په وینا دا ډول سفرونه به نورو هېوادونو ته هم دوام پيدا کړي.

نېږدې ۱۰ ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تفاهم‌لیک لاسلیک شو، افغان حکومت ژمنه کړې د ملګرو ملتونو او امریکا له تور لېسته به د حزب‎اسلامي د غړو نومونه لیرې او بندیزونه به پرې ختموي.

خو د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، امریکا ته د حزب‎اسلامي د سفر هدف د بندیزونو له لیرې کېدو سره اړیکه نه‌لري.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

ښاغلی اوچقون وايي:

"دا چې د حزب‎اسلامي پلاوی امریکا ته ځي، د سولې له توافق‎لیک سره اړیکې نه‌لري، که سفر لري، ممکن دوی پورې اړه ولري، د بندیزونو د لیرې کېدو موضوع د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري."

له بل پلوه د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې امریکا ته د حزب‎اسلامي د پلاوي سفر کولای شي، له نورې نړۍ سره د دغه ګوند اړیکې پیاوړې او د سولې بهیر ګړندی کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې مطیع‌الله خروټی وايي، د حزب‎اسلامي او امریکايي چارواکو مخامخ خبرې د دواړو لورو تر منځ باورونه زیاتوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG