د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

سولې عالي شورا د یوه پاکستاني سناتور وروستۍ خبرې غندلي


د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د یوه پاکستان سناتور وروستۍ خبرې غندلي او هغه‌یې غیر مسؤلانه بللي دي چې په کابل او کشمیر کې یې سوله سره تړلې بللې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کشمیر د مسئلې لپاره د پاکستان د صدراعظم د استازي وروستۍ څرګندونې هېڅ‌چاته د منلو وړ نه‌دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"هغه خبرې زه په کلکه غندم چې د کشمیر لپاره د پاکستان خاص استازي وویل چې د افغانستان سوله او سوکالي په کشمیر کې د سولې راوستلو سره تړاو لري. دا په افغانستان کې د هغوی بې‌ځایه مداخله او غیر مسؤلانه څرګندونې دي. دا خبرې په ځینو برخو کې د پاکستان شوم نیت په ډاګه کوي."

مشاهد حسین سید چې د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس او د کشمیر په مسئله کې د نواز شریف خاص استازی دی ویلي چې د کشمیر او کابل سوله سره تړلې ده.

هغه د امریکا په سټیمسون انسټیټوټ کې د پنجشنبې په ورځ له چین، هند او افغانستان سره د پاکستان د اړیکو تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کابل او کشمیر سوله سره تړلې وبلله.

د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس، مشاهد حسین سید
د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس، مشاهد حسین سید

مشاهد حسین سید وايي:

"په کابل کې سولې ته د رسېدو لار په کشمیر پورې تړلې ده. په دې معنی چې کله تاسو له سولې غږېږئ نه‌شئ کولای چې سوله بېلابېلو برخو باندې ووېشئ. یوه برخه نه‌شئ له نورو جلا کولای. دا چې ووایو چې ښه ده په کابل کې سوله لرلای شو او کشمیر همداسې پرېږدو چې وسوځي. دا به هېڅکله ونه‌شي. تاسو د سولې له یوه بشپړ جوړجاړي خبرې وکړئ او پرېږدئ چې د جنوبي آسیا خلک تېرې دښمنۍ ونه‌لري او پر مخ ولاړ شي."

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د مشاهد حسین خبرې غیر مسؤلانه وبللې او ویې‌ویل چې نړۍ اوس په افغانستان کې د سولې راتلو ته لېوالتیا لري.

ښاغلي اوچقون وویل چې نړیوالو په بروکسل کنفرانس کې د افغان سولې له بهیره په کلکه ملاتړ وکړ او د همدغسې ملاتړو په نتیجه کې هغه ګاونډي هېوادونه چې سوله نه‌غواړي یوازې شوي او لا پسې منزوي کېږي.

د کشمیر او کابل سوله په داسې حال کې سره تړلې بلل کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وسله‎والو مخالفینو بیا خپلو حملو ته زور ورکړی او افغان پوځیان‌یې په وړاندې مقاومت کوي.

د افغان سولې په اړه دا په نېږدې یوه میاشت کې د پاکستاني لوړپوړو چارواکو دوهم وار څرګندونې دي چې سخت غبرګونونه پاروي.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۱مه عمومي اسامبله کې وویل چې یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د دغه هېواد د څو لسیزو جګړې ته د پای ټکی ایښودلای شي.

خو د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل چې په افغانستان کې د ملکیانو په وړاندې تر ټولو بې‌رحمه حملې له پاکستانه پلانېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG