د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

سلیم: بروکسل کې د سولې په اړه نړیوالې ژمنې اغېزمنې دي


د افغانستان د سولې عالي شورا د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان د سولې په اړه، نړیوالې ژمنې اغېزمنې او مهمې ګڼي.

دا شورا په افغانستان کې د جنګ د ختمولو او د سولې د ټینګښت په اړه، بروکسل کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ هرکلی کوي.

دا شورا وايي، د بروکسل په کنفرانس کې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان سولې په اړه کوم دریځ غوره کړی، د افغانستان خلک به سولې ته هیله‌مند کړي.

د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالې ټولنې دغه ملاتړ به د سولې عالي شورا لا وهڅوي چې په دې لاره کې نور ګامونه هم پورته کړي.

د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"خوښ یم چې دوی په واضح توګه دا دریځ غوره کړ، انشاءالله دا به د افغانستان له سولې سره ډېره مرسته وکړي او د خلکو لپاره به د هیلو یو زیرۍ وي."

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د بروکسل کنفرانس چې د روانې میلادي میاشتې په څلورمه او پنځمه جوړ او نړیوالې ټولنې په‌کې له افغانستان سره، خپل مالي او سیاسي ملاتړ اعلان کړ.

په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بان کي مون وویل، دا سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او د دې هېواد د خلکو د ژوند د سوکالۍ لپاره، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مرستې وکړي.

همدارنګه د اروپايي ټولنې رئیس فېډریکا موګرېني وویل چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او امریکا د استازو په ځاګړې لیدنه کې چې د دې غوڼدې په څنډه کې شوې، په افغانستان کې د ثبات ټینګښت په مقصد، د دوی تر منځ یوه هوکړه هم شوې ده.

بروکسل کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې د افغانستان ستونزه په جنګ نه‌هوارېږي او طالبان باید له دې هېواد سره سوله وکړي.

جان کري ویلي چې د افغانستان ستونزه په جنګ نه‌هوارېږي
جان کري ویلي چې د افغانستان ستونزه په جنګ نه‌هوارېږي

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي د افغانستان د سولې په اړه شوې څرګندونې، پر وسله‎والو طالبانو بې‌تأثیره نه‌ګڼي.

ښاغلي مجیدي زیاته کړه:

"د دې موضع په نیولو سره زه فکر کوم چې د سولې د پروسې نظریات به پر مخالفینو هم اثر وکړي او د باور په یوې فضا کې به د افغانستان له دولت سره د سولې مذاکراتو ته رامخکې شي ځکه چې په افغانستان کې سولې ته ټول لېواله دي."

ښاغلی مجیدي دا هم وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هغو هېوادونو ته چې د ترورېزم ملاتړ کوي، یو خبرداری هم دی څو له دې ملاتړه لاس واخلي.

افغان کارپوهان د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم ګڼي خو ټینګار کوي چې دا ژمنې باید عملي شي.

د چارو کارپوه یونس فکور
د چارو کارپوه یونس فکور

د چارو کارپوه یونس فکور په دې اړه وايي:

"که زموږ سره د نړیوالو دوستانو دغه ژمنې عملي شي، باور کوم چې پاکستان او نور هېوادونه به وهڅېږي چې نور افغانستان ته د جګړې له لېږلو لاس واخلي."

نړیواله ټولنه په داسې حال کې د افغانستان د سولې له بهیر سره خپل ملاتړ اعلانوي چې افغان حکومت له دوو کلونو هلو ځلو وروسته وتوانېد د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره د سولې هوه‎کړه لاسلیک کړه.

د بروکسل له کنفرانس څخه څو ورځې مخکې د افغانستان د مالیې وزیر د ولسي جرګې په یوې فوق‌العاده غونډه کې ویلی و چې تمه ده نړیواله ټولنه د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره، سیاسي او مالي مرستې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG