د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د افغانستان د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستان سره د بروکسل د نړیوال کانفرانس د څه د پاسه ۱۵ میلیاردو ډالرو د ژمنې په اړه مطلب خپور کړی دی.

خو ورځپاڼه وايي چې مرستندویه هېوادونو له افغان مشرانو وغوښتل چې په خپل هېواد کې په سوله اییزه توګه د روانې ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

واشنګټن پوسټ د اروپايې شورا د مشر ډونالډ ټوسک له قوله لیکي، افغانستان دا مهال له تاوتریخوالي، سیاسي اختلافاتو او فقر سره لاس او ګریوان دی او دنوموړي په خبره زموږ له ملاتړ پرته به دا هېواد بیا پر شاه لاړ شي.

د اروپايي شورا مشر وویل له افغانستان سره د نړیوالو له مالي ملاتړ هرکلی کوي خو د هغه په وینا دا ډېره مهمه ده چې د هغو ملاتړ وشي چې د سولې لپاره هڅې کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر اشرف غني د بروکسل کانفرانس ته په وینا کې د فقر د ختمولو، ښځو ته په ټولو برخو کې د لا نور واک ورکولو، په اقتصادي برخه کېپر ځان د متکې کېدو اود ثبات او شفافیت د رامنځته کولو په هدف د ځوانانو د چمتو کولو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، افغان ولسمشر د بروکسل کانفرانس ته په وینا کېد ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې یادونه وکړه او وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې د افغانستان د اساسي قانون له مخې په همدغه هېواد کې ترسره شوې.

د مطلب د لیکوال په خبره ولسمشر غني په ډاګه کړه چې افغانان سوله کولی شي او سوله به وکړي.

ټایمز:

د بریتانيې چاپ ټایمز ورځپاڼې بیا د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه کابل ته د اروپايې ټولنې د ګواښ موضوع پورته کړې ده.

ټایمز لیکي، په بروکسل کې د نړیوال کانفرانس له پیل یوه ورځ وړاندې موافقه وشوه چې که افغان حکومت غواړي چې په کلني ډول له اروپايي ټولنې څخه یو اعشاریه پینځه ویشت میلیارده یورو مالي مرسته ترلاسه کړي نو باید لسګونه زره هغه افغانان بېرته ومني چې په اروپا کې يې د پناه غوښتنې کیسونه رد شوي دي.

ټایمز ورځپاڼه وايي، په بروکسل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر افغان ولسمشر ته وویل چې که د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موافقې ته درناوی ونه کړي نو جرمني به په کلني ډول له افغانستان سره د ۴ سوه میلیونو یورو مرسته ونه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي له افغانستان سره د دوی مرسته د همدې موافقې په عملي کېدو پورې مشروطه ده.

د مقالې لیکوال وايي، د اروپايې شورا مشر ډونالډ ټوسک د افغان پناه غوښتونکو د بېرته منلو لپاره د افغان ولسمشر له موافقې هرکلی کړی دی.

د اروپايي کمېسیون یو پټ سند چې د سویډن د بشري حقونو د څارنې سازمان ترلاسه کړی ښيې چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ د موافقې له مخې به په نږدې راتلونکې کې څه د پاسه اتیا زره افغان پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG