د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

بلوچ: پاکستان او افغانستان دکډوالو ستنېدو په لړ کې ګډ کار کوي


د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چاو وزیر عبدالقادر بلوچ وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو خپل هېواد ته په درناوي ستنېدل غواړي او په لړ کې به افغانستان او پاکستان په ګده کار کوي.

نوموړی همداراز ټینګار کوي چې افغان کډوال یې وروڼه دي او دوی غواړي چې دوی په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شی.

ښاغلي بلوچ دا ځرګندونې د جمعې په ورځ د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د هغې څلور اړخیزې کومیټې د غونډې په لړ کې د لیدنې پر مهال کړي چې د افغانستان د کډوالو په اړه په جنیوا کې جوړه شو ‎ې وه.

په دغه څلور اړخیزه کومېټه کې پاکستان، ایران، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR استازي شامل دي چې کلونه وړاندې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو او بېرته ستنېدا لپاره جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالقادر بلوچ د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په پاکستان کې د مېشتو راجسټر او غیر راجسټر کډوالو په اړه غږېدلی او کاږي:

"افغان اجرائیه رئیس له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو کوربه توب ستایلی او ټینګار یې کړی چې افغان حکومت پریکړه کړې چې ټول کډوال هېواد ته راستانه کړي او په افغانستان کې یې د هغوی د بیا ابادۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي."

افغان او پاکستاني چارواکو همداراز په دغه لیدنه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په لړ کې د نږدې اړیکو پر ساتلو هم ټینګار کړي دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د چارواکو د ویناوو له مخې، دا مهال په پاکستان کې نږدې ۱۵ لکه راجسټر کډوال دېره دي چې د ۲۰۱۷میلادي کال د مارچ تر پایه پورې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

خو په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ د پخوا په پرتله ځو ځله تېزه شوې او هره ورڅ شاوخوا ۶ زره کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا ورسره نقدي مرستې هم کېږي.

په پېښور کې د افغان کډوالو اتشې چې پخپله خوښه د کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره یې د "خپل وطن، ګل ‌وطن" په نامه کمپاین هم پیل کړي، پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې یوازې د جمعې په ورځ تر ۵ زرو زیات کډوالو خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا دوام لري.

د پآکستان د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا روان بهیر هم ستایلی دی.

د یادونې وړ ده چې له پاکستانه څخه د کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوې چې څو میاشتې مخکې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

تر دغې پېښې وروسته په پاکستان، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا صوبې کې دېره کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې عمده هغه یې د پولیسو له خوا بې ځایه تنګول، ځورول او امنیتي پوستوته یې بیول وو، چې له امله یې کډوال تنګ او خپل هېواد ته تلو ته اړ وتل او دا لړۍ لا دوام لري.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG