د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

افغانستان ته راغلي کډوال: پاکستاني پولیسو پوزې ته راوستي وو


هغه افغان کډوال چې هېواد ته راځي وايي په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او پولیسو بده رویه له افغانانو سره ډېره شوې ده.

هره ورځ زرګونه کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له پاکستانه افغانستان ته راځي او یو شمېر یې د اسنادو د کتلو او د مرستو د تر لاسه کولو په هدف د کابل پلچرخي د کډوالو چارو ریاست ته ځي.

یو شمېر را کډه شویو کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو او حکومت د افغانانو ځورولو او ټکولو ته زور ورکړی وو.

عبدالرحمان او حسام الدین هغه دوه تنه کډوال دي چې نوي افغانستان ته راغلي دي.

دوی وايي:

"هلته اوس د پاکستان حکومت له افغانانو سره د حېوان په څېر سلوک کوي.

-پاکستان کې پولیسو د خپل جېب خرچې لپاره افغان ځورول ،که کارت به هم ورسره و، نو پلمې به یې لټولې."

پیښور کې افغان کډوال
پیښور کې افغان کډوال

فېض الله هم یو کډوال دی هغه له خپلو زامنو سره کابل ته راغلی غواړي چې ماشومان يې په کابل کې زده‎کړې وکړي او په همدې خاوره کې د نورو افغانانو سره یو ځای د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

فیض الله زیاتوي:

"دا خو هلته پیدا شوی اوس پرې دلته تعلیم کوو، د افغانستان خدمت به کوو او په همدې خاوره کې به ژوند کوو."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د درې لسیزو جنګ د دې لامل شوی چې په میلونونو افغانانو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړې او خپل کور کلي پریږدي.

پاکستان کې د قانوني او غېرې قانوني کډوالو شمېر په ۲۰۱۵میلادي کال کې شاوخوا درې نیم میلونه ښودل شوی وو.

د پلچرخي د کډوالو ریاست په کمپ کې یو۷۵ کلن سپین‎ږیري چې نصرالدین نومېږي وايي، ۳۵ کاله یې پاکستان کې د مهاجرت شپې سبا کړي.

دی وايي:

"په خپل وطن کې که د چا ګذاره وشي، په بل هېواد کې څه کوي، مجبوریت نه وای په پردي وطنونو کې خلک څه کوي."

د کابل پلچرخي د کډوالو د راټولېدو پهکمپ کې د کډوالو د ریاست استازی سردار محمد مسلمیار ازادي راډيو ته وویل،هره ورځ سلګونه کورنۍ دغه کمپ ته راځي.

دده په خبره تر ډېره دغه کډوال په ولایتونو کې د جنګ جګړو له امله اندیښمن دي.

مسلمیار زیاتوي:

"په دې کسانو کې یو شمېر یې خپلو ولایتونو ته ځي،یا په همدې کابل کې پاتې کېږي او یا هم کوم ولایت چې امن وي هلته ځي، تر ډېره کډوال لوګر،کابل او خوست ولایتونو ته ځي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس هره ورځ شاوخوا شپږ زره کورنۍله بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه افغانستان ته راځي چې زیات شمېر یې د هېواد په شرقي ولایتونو کې ځای پرځای کېږي او یو شمېر نور يې بیا کابل ته راځي او د اسنادو له کتلو وروسته خپلو کورونو او یاهم نورو ولایتونو ته ځي.

افغانستان ته راغلي کډوال: پاکستاني پولیسو پوزې ته راوستي وو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00

راپور:ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG