د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او افغان حکومت پر موافقې انتقاد


د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې او افغان حکومت پر موافقه چې پر اساس‌یې یو شمېر افغان مهاجرین له اروپايي هېوادونو اېستل کېږي، انتقاد وکړ او دا موافقه‌یې غیر قانوني وبلله.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې د چارو څارونکې حوريې مصدق پرون ازادي راډیو ته وویل چې د افغان حکومت او اروپايي اتحادیې د موافقې له امله شدیده اندېښنه لري او دا موافقه‌یې غیر قانوني وبلله.

حوریه مصدق
حوریه مصدق

حوریه مصدق وايي:

"د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د حکومت او اروپايي اتحاديې د موافقې له امله چې پر اساس‌یې یو شمېر افغانان په زوره افغانستان ته استول کېږي جدي اندېښنه لري، موږ فکر کوو چې اروپايي اتحادیې غیر قانوني کار کړی دی، دا موافقه د بندو دروازو شاته شوې او حتی د اروپا له پارلمان سره نه‌ده شریکه شوې، دا موافقه په یو ډول د افغانستان پر حکومت د یوې معاملې په توګه تحمیل شوې لکه اروپايي اتحادیې په بدل کې د افغانستان له حکومت سره د خپلو مرستو دوام تائید کړی او د موافقې په نشتوالي کې يې ښايي د مرستو ژمنه نه‌وی کړې."

افغان حکومت پرون سې شنبه له اروپايي اتحادیې سره د هغو افغان کډوالو په ستنولو کې د مرستې موافقه وکړه چې په اروپايي اتحادیه کې د پناه اخیستلو پر شرایطو برابر نه‌دي.

فیدریکا موګرېني
فیدریکا موګرېني

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني بیا هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، د افغانستان پر حکومت‌یې فشار راوستی څو د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره دا موافقه لاسلیک کړي.

د افغانستان حکومت هم ویلي چې دا موافقه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د همکارۍ په اړه له نړیوال کنفرانس سره ارتباط نه‌لري.

په موافقه کې د هغو افغانانو دقیق شمېر هم نه‌دی څرګند شوی چې له اروپايي هېوادونو به افغانستان ته استول کېږي.

خو مخکې په رپوټونو کې راغلي و چې اروپايي اتحادیه ښايي پر افغان حکومت فشار راولي چې د پراختیايي پروژو لپاره د مالي مرستو په بدل کې لږ تر لږه ۸۰ زره افغان مهاجر ومني.

د نوې موافقې پر اساس به د افغانستان حکومت په یوه میاشت کې هر افغان ته چې له اروپا اېستل کېږي، د سفر جواز او نور ضروري اسناد ورکړي.

د دې کسانو د سفر مالي لګښت اروپايي اتحادیې پر غاړه اخیستی دی.

د موافقې دواړه لوري غواړي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دې پروازونو لپاره یو جلا ترمینل جوړ کړي.

د رپوټونو پر اساس، تېر کال لږ تر لږه یو لک او اویا زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې ده.

افغانستان د نړۍ دوهم هېواد دی چې زیات وګړي یې په غیر قانوني لارو اروپايي هېوادونو ته مهاجرت کوي.

د بشري حقونو یو شمېر نورو مدافع ډلو هم پر دې موافقې انتقادونه کړي دي.

په جرمني کې د "پرواسایل" په نوم د غیر قانوني کډوالو د حقونو د ملاتړ یوې ډلې ویلي، افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول، غیر مسؤلانه کار دی.

د بشري مرستو ادارې وايي، په افغانستان کې د امنیت له خرابېدو سره د هغو افغانانو شمېر هم د زیاتېدو په حال کې دی چې له خپله هېواده تښتي.

ملګري ملتونه وايي، نېږدې یو نیم میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت دي او ښايي یو نیم میلیون نور له اسنادو پرته هلته اوسي.

اسلام‌اباد له ډېرې مودې راهیسې هڅې کوي چې دا افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان حکومت هلته مېشتو افغانانو ته د راتلونکي کال تر پسرلي وخت ورکړی چې په خپله خوښه، خپل هېواد ته ستانه شي.

پېښور کې افغان کډوال
پېښور کې افغان کډوال

داسې ګڼل کېږي چې افغان کډوالو ته د اسلام‌اباد وروستی ضرب‌الاجل ښايي تمدید نه‌شي.

XS
SM
MD
LG