د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

پاکستان د افغان کډوالو پاتې کېدو نېټه درې میاشتې نوره هم وغځوله


پاکستان په دې هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د درې نورو میاشتو لپاره یعنې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر مارچ پورې غځولې ده.

تر دې مخکې د جون په میاشت کې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه یې د روان میلادي کال تر پای پورې تمدید کړي دي.

په داسې حال کې چې راپورونه وايي، له پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنېدلو بهیر چټک شوی، پاکستاني چارواکو د ۲۰۱۷ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې د افغان کډوالو د کارتونو د غځولو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت په یو بیان کې ویلي چې صدراعظم نوازشریف د جمعې په ورځ د کابینې په غونډه کې په دې اړه پریکړه کړې.

پاکستاني چارواکي دا اعلان په داسې حال کې کوي چې راپورونه وايي، په پاکستان کې له یوې ورځې بلې ته پر افغان کډوالو فشار زیاتېږي څو تر پخوانۍ ټاکلې مودې مخکې چې د روان کال د ډیسمبر میاشت وه له دې هېواد څخه ووځي.

خو د پاکستان د حکومت په نوې اعلامیه کې ددې هېواد د صدراعظم نوازشریف له خولې ویل شوي، افغان کډوال د پاکستان مېلمانه دي او د دوی د خوندیتوب د باوري کولو لپاره یې په پاکستان کې د دوی د استوګنې موده درې میاشتې نوره هم تمدید کړې ده.

په عین حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو علي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، د روان کال د جولای د میاشتې راهیسې له پاکستان څخه تر سل زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته په دوو میاشتو کې افغانستان ته په دې شمېر د کډوالو ستنېدل تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي.

د پېښور له ښاره بهر د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ د بېرته ستنیدونکو د مرکز ویاند قیصرخان افریدي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ډېر کډوال د جولای او اګست په میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې تر دې مخکې په شپږ میاشتو کې یوازې اووه زره افغان کډوالو له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي وو.

په عین حال کې په پاکستان د افغان کډوالو یو استازی حاجي رحم الدین د بغلان ولایت ته تللی څو دې ولایت ته د یو شمېر بغلاني کډوالو د ستنېدو وضیعت وڅېړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې یې د افغانستان له سفیر سره ددې کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"سفیر صیب ته ورغلي وو، دوه درې وړاندیزونه مو ورته وکړل، ورته مو وویل، غواړو چې خپل ابایي وطن ته ولاړ شو، دا مو هم ورته وویل چې زموږ شمېر زیات دی نو غواړو چې ملګرو ملتونو اداره دې زموږ راجستریشن په همدې ځای کې وکړي څو ډېر انتظار راباندې تېر نه کړي، له لوی اختر وروسته که خدای کول وطن ته راځو، هغه راسره ومنله او موږ راغلو څو خپل ځایونه وګورو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستۍ ستونزې، د پولیسو له خوا ځورونې او نه خوندیتوب ښايي ددې سبب شوی وي چې خپل وطن ته یې د ستنیدو بهیر چټک شي.

دا اداره وايي، افغان کډوال په پاکستان کې د خپل راتلونکې په اړه په زیاتېدونکې توګه اندېښمن دي.

بېرته ستېدونکو کډوالو ته د ملګرو ملتونو د مرستې زیاتېدل چې له دوو سوو ډالرو څلور سوو ته پورته شوې او د افغان حکومت له خوا د کډوالو هڅول چې خپل وطن ته ستانه شي هم له هغو سببونو څخه دي چې افغانستان ته یې د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات کړی دی.

په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې په نوښت له پاکستانه خپل هېواد ته پخپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تېزولو او د هغوى د هڅونې لپاره د "خپل وطن، ګل وطن" په نامه کمپاين پيل شوى چې تر دې دمه ددغه کمپاين له لارې زرګونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG