د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

فرهاد: له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل د هغوی په خوښه ده


د کډوالو په چارواکې د ملګرو ملتونو اداره وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدنه په دواطلبانه ډول او د هغوی په خپله خوښه ده.

د ​"یو، اېن، اېچ، سي، ار​" ادارې مسؤلین څرګندونې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کمېشنر له هغو وروستیو څرګندونو سره سر نه‌خوري چې ګوندې تر لوی اختر وروسته به په هره اوونۍ کې ۸۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.

خو د دغې ادارې ویاند وايي، که بیا هم په یاده موده کې دا شمېر کډوال په خپله خوښه راستنېږي د ​"یو، اېن، اېچ، سي، ار​" په شان بنسټونه ورته خپل د مرستې مخکېني پلانونه لري.

نادر فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه چې په څومره موده کې به په کوم شمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي په درې اړخیزو غونډو کې خبرې نه‌دي شوي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

هغه زیاته کړه:

​"که چېرې خپل هېواد ته د افغانانو د راستنېدنې چاره چټکه شي او د دوی په خپله خوښه وي، موږ به هڅې وکړو، خو احتمالي پلان کله هم د حکومتونو او ​"یو، اېن، ايچ، سي، ار ​" په بحث کې نه‌و، په دې کې شک نه‌شته چې د ​«یو، اېن، اېچ، سي، ار​" په شان بنسټونه خپل پلانونه لري."

پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپریس ترېبیون په پاکستان کې د افغان کډوالو د کمېشنر ډاکټر عمران زیب له خولې لیکلي چې تر لوی اختر وروسته به هره اوونۍ تر ۸۰ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

ورځپاڼې دغه شان د نوموړي له قوله لیکلي چې د دسمبر میاشتې ۳۱مه به د څه دپاسه یو نیم میلیون قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې وروستۍ ورځ وي.

د سرچینې له قوله لیکل شوي چې د تېرې میاشتې تر پایه د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه یو لک او څلور ویشت زره نا قانونه او په جولای میاشت کې ۹۰ زره قانوني کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم په داوطلبانه او خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدنې ته غېږ پرانیستې او په یاده برخه کې د نویو پلانونو خبره کوي.

په خیبر پښتونخوا کې افغان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په ارګ کې د افغان کډوالو له یو پلاوي سره یوځای له ولسمشر غني سره لیدلي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر په دې اړه ځانګړو کمېسیونونو ته دنده سپارلې ده.

هغه زیاه کړه:

​"رئیس صیب جمهور لازم تصمیمونه ونیول، ښه خبره دا وه چې د کابینې یو شمېر غړي یې هم ځان سره راوستي و لکه، د کلیو پراختیا، لوړو زده‌کړو، د پوهنې، د کډوالو چارو او مالیې وزیران چې هغوی ته‌یې د کډوالو د استازو د غوښتنو په اړه لارښوونې هم وکړې.​"

د ښاغلي پویان په وینا چې ولسمشر په ټولو ولایتونو کې کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو په اړه هم اړوندو ارګانونو ته هدایت ورکړ کوم چې د کډوالو اساسي ستونزه ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم د تېر کال په پرتله افغان کډوالو ته د خپلو نقدي مرستو په برخه کې زیاتوالی راوستی چې هر کس ته ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکوي او ورسره د عامه پوهاوي یو شمېر پروګرامونه او د ماشومانو واکسین چې لومړنۍ او اړینې مرستې ګڼل کېږي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG