د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د افغانستان کوم ولایتونه د جګړې په اور کې سوځي؟


افغان چارواکي د هلمند په ځینو برخو او د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو د دوام خبر ورکوي.

د هلمند والي ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونه په هغو سیمو کې چې تر زیات ګواښ لاندي دي، په ځانګړې توګه ناوې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د مقابلې لپاره له خانشین ولسوالۍ څخه وتلي دي.

عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځواکونه به ژر ډېر بېرته خانشین ته و لېږل شي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک
د هلمند والي ویاند عمر ځواک

ښاغلي ځواک دغه راز د لښکرګاه ښار د امنیتي وضعیت په اړه وویل:

"د پرون او وړمې ورځې په نسبت وضعیت اوس کرار شوی دی او افغان ځواکونه او مسؤلین دا هڅه کوي تر څو هغه سیمې تصفیه کړي چې پکې ستونزې وي او مخالفین تحرکات ولري، افغان ځواکونه نن سهار د ګرمسیر ولسوالۍ د تصفیوي عملیاتو په خاطر او دا چې هلته زیات پرسونل ته اړتیا وه، د لنډ وخت لپاره له خانشین څخه ووتل تر څو نورې سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي."

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې دوی خانشین ولسوالي په بشپړه توګه نیولې ده.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته دا ادعا رد کړه.

دولت:خانشین ولسوالۍ هیڅ کله سقوط نه دی کړی
دولت:خانشین ولسوالۍ هیڅ کله سقوط نه دی کړی

هغه زیاته کړه:

"خانشین ولسوالۍ هیڅ کله سقوط نه دی کړی، ناوې کې ستونزې وې دښمن پرون په زیات شمېر کې حملې پر کړې وې او بیا په رسنیو کې راغله چې د ناوې ولسوالۍ سقوط وکړ او هلته طالبان راغلل، د ناوې قوماندان په خواشینۍ سره د ماین په چاودنه کې شهید شو، خو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او قطعات او کوماندو ځواکونه هلته شته."

په ورته وخت کې د کابل له ګاونډي لوګر ولایت څخه راپورونه وایي چې طالبانو د څرخ پر ولسوالۍ حملې تېزي کړي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو جګړو کې یوشمېر ملیکان وژل شوي دي.

د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد سلیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د شش کلا په سیمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور کسه ټپيان شوي او یوکس وژل شوی."

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح که څه هم په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو ته د تلفاتو د اړولو خبره کوي، خو وايي چې په دې ولسوالۍ کې په روانه یوه اوونۍ کې ملکیانو ته هم زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه:

"د وسله والو مخالفانو په ډزو کې چې په هغه کې د هاوان مرمۍ او راکټ شامل دي، د خلکو په کورنو لګېدلي دي، د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو له امله ۸ ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي."

له لوګر او هلمند ولایتونو څخه په داسې حال کې د جګړو راپورونه خپرېږي چې د کندز او ارزګان په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وايي چې د تازه دمه سرتېرو په استولو سره یې په سیمه کې وضعیت تر کنترول لاندې راوستی دی.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG