د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

کندز کې ولې له وسله‌والو طالبانو سره جګړه کراره پر مخ ځي؟


د کندز والي ویاند وايي، دغه ولایت ته تازه دمي کومانډو او د ځانګړو قطعاتو ځواکونه رسېدلي او تر اوسه د ښار یو شمېر مهمې سیمې افغان ځواکونو له وسله‌والو طالبانو څخه بېرته نيولي او جګړه لاهم د ښار په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

سید محمود دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات جریان لري.

د کندز والي ویاند سیدمحمود دانش
د کندز والي ویاند سیدمحمود دانش

​ښاغلی دانش وايي:

"دغه عملیات په دې خاطر ورو روان دي چې وسله‌وال طالبان د خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي او افغان ځواکونه ډېر په احتیاط سره پرمخ روان دي، څو په سیمه کې ملکي خلکو ته زیان ونه‌رسېږي."

د کندز د ولايتي شورا غړی امرالدین ولي هم د افغان ځواکونو له‌خوا د کندز ښار د یو شمېر سیمو نیول تائیدوي او وايي چې لاهم د ښار په بېلابېلو برخو درنه جګړه جریان لري.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"په ښار کې لاهم جګړه دوام لري او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي، د دغې روانې جګړې له کبله ملکي خلک ډېر متضرر شوي دي همدارنګه برېښنا نه‌شته، د اوبو سیستم خراب شوی دی او که دولت ډېر ژر لاس په کار نه‌شي نو کېداي شې دغه جګړه لسو ان شلو ورځو ته و غځېږي."

په همدې حال کې د کندز ښار یو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه غواړي، څو ډېر ژره دغه ولایت د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د دې ښار دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه داسې وویل:

"د ښار د سپین زر ګولايي کې، د کاه بازار په کوڅه کې، خاکنۍ سیمه کې، سپین زر چمن سره جګړه روانه ده او ښار تړلی دی او د دغې جګړې له کبله خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي."

"په ښار کې اوس هم جګړه جریان لري او یو شمېر کورنۍ له دغه ښار څخه نورو ولایتونو ته د کډې په حال کې دي، ځکه خلک وېرېږي چې ډغه جګړه اوږده نه‌شي."

د کندز حوزوي روغتون چارواکو د معلوماتو له مخي له تېرې ورځې راهیسې دغه روغتون ته ۵۴ تنه ټپيان را انتقال شوي چې ډېره برخه‌یې ملکي وګړي دي.

د یادونې ده چې د دغې روانې جګړه له کبله پر کندز ښار باندې له تېرې ورځې راهیسې د برېښنا جریان قطع شوی دی همدارنګه د اوبو سیستم هم خراب شوی او ښار هم به بشپړه توګه تړلی دی چې له کبله‌یې د دغه ښار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د کندز ښار ډېرې برخې وسله‌والو طالبانو نیولي او لاهم د طالبانو په کنټرول کې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG