د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

چارواکي: په کندز ښار کې جګړه لا هم دوام لري


د کندز ولایت چارواکي د دغه ولایت په ښار کې د جګړې د دوام خبر ورکوي.

د کندز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر معصوم هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د ښار په ځینو برخو کې له طالبانو سره جګړې لاهم دوام لري.

ښاغلي هاشمي د ښار هغه سیمې یادې کړې چې دولتي ځواکونه په‎کې دي او دفاع ترې کوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې اوس زموږ په ولکه کې دي، د امنیې قوماندانۍ زړه ودانۍ، د قوماندانۍ نوې ودانۍ، د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او لومړۍ حوزه دي."

د کندز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وویل چې د ښار په اوومه حوزه کې له وسله‎والو طالبانو سره نښتې لاهم روانې دي.

معصوم هاشمي وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش وايي چې له تېرې شپې راهیسې د کندز د جګړې مشري د ملي اردو ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس په غاړه اخیستې او وسله‎وال طالبان‌یې د کندز ښار له حساسو برخو څخه په شا تمبولي دي.

پخواني معلومات:

د کندز سیمه‌ییز مسؤلین وايي چې تېره شپه کومانډو او د افغانستان وسله‌وال ځواک ځانګړي ځواکونه کندز ښار ته ورننوتي او د وسله‌والو طالبانو د حملو مخه‌یې نیولې.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان وسله‌وال ځواک ځانګړي ځواکونه توانېدلي چې د کندز ښار ځینې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د کندز د بالاحصار تپه، د ولایت مقام ودانۍ، د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

هغه زیاته کړه چې دا اوس د کندز ښار شمالي، لوېدیځ لور او ختیځ لور ته د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

دی زیاتوي چې په دغې نښته کې وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه‌دی معلوم شوی.

بلخوا د کندز اوسېدونکي وايي چې اوس‌مهال د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، دوی ادعا کوي چې پر ځینو استوګن‌ځایونو د سپکو او درنو وسلو ګولې لګېدلې او له امله‌یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اوسېدونکي له دولت نه غواړي چې ډېر ژر کندز ښار له وسله‌والو طالبانو پاک کړي.

په ورته وخت کې د کندز حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د نښتې له پیل راهیسې دغه روغتون ته ۴۴ تنه ټپیان او یو مړی ورلېږدول شوي چې ډېری ملکي وګړي دي.

د هغه په وینا، کېدای شي مرګ ژوبله له دې هم ډېره شي.

خو بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې لاتر اوسه هم د کندز ښار ډېری سیمې د دغې ډلې په ولکه کې دي.

خو ځايي چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.

پخواني:

د کندز ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو پر شاتمبولو او د دې ښار د بېرته نیولو په هدف هڅې روانې دي.

د کندز والي ویاند محمود دانش ازادي راډیو ته وویل چې کندز ښار کې وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو تر تشدیدو حملو لاندې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ او ولایت مقام د ودانۍ نیولو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي.

له دې سره چې محمود دانش د دې جکړې له امله د ملکي تلفاتو د ارقامو کره شمېره په ډاکه نه کړه، خو ځای سرچینې وايي چې په یاده جګړه کې تر دې دمه یوه ښځه وژل شوې او ۴۰ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د کندز د والي ویاند وايي چې تر دې دمه لسګونه طالب وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو په دفاعي حملو کې وژل شوي دي.

بلخوا بیا په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام وايي چې سیمې ته یې د ملي اردو تازه نفسه ځواکونه استولي او د طالب وسله والو د لمنځه وړلو په منظور د غوڅ ماموریت ځواکونه هم بمباري کوي.

پخواني معلومات

د کندز د ولایتي شورا غړي وايي چې د کندز ښار د مرکزي چوک په ګډون مهمې سیمې وسله‌والو طالبانو نیولې دي.

د کندز د ولایتي شورا دوو غړو امرالدین ولي او غلام رباني رباني شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د کندز ښار له قوماندانۍ سره درنه جګړه روانه ده.

د کندز د ولایتي شورا دغه غړي زیاتوي چې وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت مقام او ملي امنیت ریاست پر ودانۍ بریدونه پیل کړي دي.

دوی وایي که چېرې له مرکز څخه تازه دمي سرتېري کندز ته ونه‌رسېږي ممکن چې ټول ښار د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورشي.

تر اوسه د کندز امینتي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا د کندز روغتیایي چارواکي وایي چې په ښار کې له روانې جګړې ورته ۳۵ ټپیان او یو مړی راوړل شوی دی.

د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړي دي.

وسله‌والو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې چې په کندز ښار کې جګړه روانه ده او د ښار څو پوستې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پخوانی:

د کندز سېمه‌ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په کابل بندر او سه درک سیمو کې هوايي حملې پیل کړي دي.

دغه څرګندونې د نوموړي ولایت ویاند سید محمد دانش ازادي راډیو سره شریکې کړې دي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې وسله‎والو طالبانو نن سهار له څو برخو پر کندز ښار حملې پیل کړې دي.

ویل کېږي چې دا مهال په ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د ښار ډېری برخې تړل شوي دي.

د کندز یو شمېر اوسېدونکي وایي چې وسله‎والو طالبانو د دغه ښار یو شمېر برخې نیولي دي.

په همدې حال کې راپورونه وایي، د کندز تخار لویه لاره هم تړل شوې ده.

په همدې حال کې وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې د کندز ښار څو امنیتي پوستې يې نیولې دي.

تر اوسه افغان چارواکو د وسله‎والو طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG