د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان

صدیقي: کندز ښار به ډېر ژر له وسله والو طالبانو ونیول شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کندز کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په شدت روان دي او ډېر ژر به کندز ښار له وسله والو مخالفانو ونیول شي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل چې له مرکز څخه ځواکونه کندز ته رسېدلي او تمه ده چې د ښار د بشپړ تصفیې لپاره عملیات هم پیل شي:

"تمه ده چې د کندز ښار د بشپړ تصفیې لپاره عملیات پیل شي، د دغو عملیاتو اساسي تمرکز به د ښار بېلابېلې برخې وي."

اخوا د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان انتقال شوې دي.

نوموړي وویل چې په ټپیانو کې ترډېره یې ملکي وګړې دي.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړې بوخت دي.

وسله والو طالبانو پرون سهار د کندز ښار ته پر یو شمېر نږدې سیمو حملې وکړې او د ورځې ترپایه يې د ښار د مرکزي چوک په ګډون، زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فراه؛ ترافیکي پېښې ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

د فراه د ترافیک آمریت په وینا، د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په فراه کې د ترافیکي پېښو د ادارې امر سنګین شېرزي ازادي راډیو ته وویل چې پرون په بالابلوک ولسوالۍ کې یو سراچه موټر له یوه ټیلري موټر سره ټکر شو.

د شېرزي په وینا، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شېرزي د پېښې علت د موټروانانو بې پروایي بللې ده.

د فراه په ګاونډ هلمند ولایت کې تېره اوونۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ نور ټپیان شول.

افغاني سره میاشت: ۲۵ په زړه سوري ماشومان مو د کابل روغتونونو ته معرفي کړل

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو

افغاني سرې میاشتې پنځه ویشت هغه ماشومان چې د سوري زړه له ناروغۍ کړیږي، په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړې دي.

سرې میاشتې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي دي چې د دې ناروغانو لګښت یې په غاړه اخیستی دی.

په تېر څه باندې یو نیم کال کې افغاني سرې میاشتې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په کورنیو روغتونونو کې بستر کړي دي.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې به د سوري زړه ناروغ ماشومان اکثر د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل.

یوناما: اسلام اباد ته یو پلاوی لېږو چې د افغان کډوالو د ایستو د مخنیوي غوښتنه وکړي

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې هلته د قانوني استوګنې کارتونه یې ښيي
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې هلته د قانوني استوګنې کارتونه یې ښيي

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما ) یو هیات په لنډ راتلونکې کې پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسالې خبرې وکړي.

په بشري چارو کې د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ټولنې مشر اندریکا راټوټ پاکستان ته د یوناما د پلاوي د استولو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ورځ به دا هیات اسلام اباد ته روانیږي.

ښاغلي راټوټ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال پر دې خبرې وکړې چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.

پاکستان د دوه زره درویشتم کال له نومبر راپه دې خوا څه باندې پنځه لکه شل زره کډوال افغانستان ته استولي دي.

نوي راپورونه وایي چې له اختر وروسته به هغه افغانان هم له خپلې خاورې وباسي چې د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري.

د پاکستان د دفاع وزیر: افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده.

اصف دا څرګندونې نن د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ادعا يې کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی په افغانستان کې د وسله‌والو له "پټنځایونو خبر دي"، خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."

طالبانو تراوسه د اصف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اصف وړاندې ویلي، پر ډیورنډ کرښې یوازې هغوو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې پاسپورټ او یزه ولري.

د پاکستان حکومت ټولو افغان موټرچلوونکو د مارچ تر پای ته مهلت ورکړی چې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه ترلاسه کړي، کنه پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو له یونسکو څخه د تاریخي سیمو د ساتنې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د بودا مجسمې. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې دغه مجسمې وراندې کړې وې.
د بودا مجسمې. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې دغه مجسمې وراندې کړې وې.

طالبانو د یونسکو له مشر څخه د افغانستان د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د مارچ ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د یونسکو له مشر برانډن سره په کتنه کې د افغانستان د هغو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

طالبان د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې فرهنګی او تاریخي اثار د ویجاړېدو له خطر سره مخ دی.

د افغانستان کرکټ بورډ راتلونکې میاشت ملي شل اوریزې سیالۍ کوي

ارشیف: د افغانستان له کورنیو سیالیو یو انځور
ارشیف: د افغانستان له کورنیو سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د مارچ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی چې په راتلونکي اپرېل میاشت کې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې سیالۍ به د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړي.

یادې سیالۍ په کندهار ولایت کې د "قوشتېپه ملي شل اوریز جام" تر نامه لاندې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ سرچینو ویلي وو، په پلان کې ده تر اختر وروسته د شپږیزې لیګ ۹م پړاو پیل شي، خو کرکټ بورډ وايي د وخت د کمښت له امله ونه توانیدل چې شپږیزه ترسره کړي او دغه لیګ به په خپل ټاکلي وخت (اګست) کې ترسره شي.

یادې ادارې ویلي، د راتلونکو سیالیو موخه یې شل اوریز نړیوال جام ته د لوبغاړو لا بشپړ چمتووالی دی.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي چې دا لوبې به د ۵ لوبډلو ترمنځ وي او هره لوبډله به دوه ځل یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او دوه مخکښې لوبډلې به یې پایلوبه لوبوي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د باران، واورې او سېلابونو د بهېدو اټکل شوی

په هرات کې تازه بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
په هرات کې تازه بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

د طالبان حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن د مارچ ۲۷مه په یوې خبرتیا کې ویلي، په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات غور، سرپل، سمنکان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر او کابل ولایتونو کې د تېرو بارانونو، واورې او د سېلابونو د بهېدو اټکل شوی دی.

په خبرتیا کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه بیا له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې ښودل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ: کابل ته مو د هېواد د سوداګریز پلاوي سفر له مثبتو پایلو سره پای ته رسېدلی

د پاکستاني پلاوي غړي
د پاکستاني پلاوي غړي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان ته يې د سوداګرۍ وزارت د پلاوي سفر مثبتو پایلو سره پای ته رسېدلی دی.

د راپور پر بنسټ، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال له طالب چارواکو سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

ویل شوي چې دواړو خواوې به د افغانستان او پاکستان په عبوري لارو کې د مسافر او ناروغانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان سوداګریز پلاوی د دې هېواد د تجارت وزارت د مرستیال محمد خرم اقا په مشرۍ د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ښاغلي خرم د کتنې خبر ورکړ او ويې ویل، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز او ترانزیتي ستونزو پر حل لارو خبرې شوي دي.

خو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې لیدنه کې پاکستاني پلاوي د طالبانو له حکومت غوښتي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هیڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کاروي.

افغانستان ته د پاکستاني پلاوی دا سفر په داسې حال کې دی چې پاکستان په دې وروستیو کې پر خوست او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو.

یونیسف: ۲۰۲۴ کې ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو ګواښ سره مخ دي

له ارشیفه د افغانستان د یوې سېلاب ځپلې سیمې تصویر
له ارشیفه د افغانستان د یوې سېلاب ځپلې سیمې تصویر

یونیسف یا د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي چې سم نیمايي ماشومان دي.

دې ادارې پرون د (مارچ پر ۲۶مه) په یو راپور کې دا خبره کړې او زیاته کړې ده، افغانستان د طبیعي پېښو لکه: د سېلابونو، زلزلو، د ځمکې ښوېیدنې او وچکالۍ سره مخ دی چې لوی لامل يې د غرنیو سیمو او چاپېریال خرابوالی دی.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې د اقلیمي بدلون له کبله ښايي په اوړي کې بې وخته سېلابونه وبهیږي چې ورسره به کرنیزې ځمکې او زېربناويې زیانمنې او د داخلي بې ځایو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو ډېر متاثره شوي.

یونسیف یو ځل بیا ویلي، په افغانستان کې څه باندې۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې څه باندې ۱۲ میلیونه يې ماشومان دي.

ذبیح الله مجاهد: د طالبانو تر ۲۰ زیات چارواکي په تورو لیستونو کې شامل دي

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې لا هم تر شلو ډېر طالب چارواکي د ملګروملتو، د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې په تور لیست کې شامل دي.

مجاهد پرون ځايي رسنیو ته وویل چې د طالبانو ۲۴ چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي اتحادیې په تور لیست کې دي او په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، نه یوازې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسته نه دي ایستل شوي؛ بلکې د څو نورو طالب چارواکو نومونه هم زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند وايي، باید د دوی د مشرانو نومونه ډېر مخکې له تورو لبیستونو ایستل شوي وای.

ده په تورو لیستونو کې د طالب مشرانو د نومونو شتون فشار وباله او ویې ویل چې د فشار پالېسي ګټه نه لري او یوازې د دوی له حکومت سره تعامل اوسنۍ ستونزې حل کولی شي.

په وروستیو دوه نیمو کلونو کې څو طالب چارواکي د نجونو او ښځو د حقونو په خاطر په تور لیست کې زیات شوي دي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړي او د بشري حقونو موسسې او مدافعان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG