د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

صدیقی: کندز کې وسله‌والو طالبانو د ملکيانو کورونو کې ځای نیولی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځواکونه په کندز ښار کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف په احتیاط تصفیوي عملیات پر مخ وړي.

دا وزارت وايي، دا مهال افغان ځانګړي او کومانډو ځواکونه د کندز د ښار په ځینو سیمو کې له وسله‎والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي او هغوی یې شاتګ ته اړ کړي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ د دفاع وزارت له ویاند سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دوی به له ټولو امکانانو نه په استفادې او په هره بیه چې کېږي له کندزه دفاع وکړي.

ښاغلی صدیقي وايي، وسله‎والو د ملکیانو په کورونو کې ځای نیولی او افغان ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف عملیات په ډېر احتیاط مخ ته وړي.

صدیقي وايي، وسله‎والو د ملکیانو په کورونو کې ځای نیولی
صدیقي وايي، وسله‎والو د ملکیانو په کورونو کې ځای نیولی

صدیقي زیاتوي:

"په هغو سیمو کې دوی د کومانډو ځواکونو له لوري محاصره دي، په خواشینۍ سره چې دوی د ملکیانو په کورونو کې ځای نیولی، له هغو سیمو نه استفاده کوي چې عام خلک په‌کې اوسېږي، هڅه مو دا ده چې دوی له هغو سیمو څخه واېستل شي او یا له‌منځه یوړل شي."

د ملي دفاع وزارت وايي چې وړمه شپه درې بجې وسله‎والو مخالفانو د چهاردرې ولسوالۍ له لوري د کندز په ښار پراخه حمله وکړه چې وتوانېدل د ښار ځیني سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

شاوخوا یو کال وړاندې وسله‎والو طالبانو کندز ښار د څو ورځو لپاره نیولی و چې بیا افغان ځواکونه وتوانېدل بېرته خپله ولکه پرې ټینګه کړي.

خو د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې لا هم د کندز ښار ډېرې برخې له دوی سره دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ګډه خبري غونډه کې وویل، تېره شپه د ملي دفاع وزارت کومانډو، د ملي امنیت او د پولیسو ځانګړو ځواکونو تصفیوي عملیات پيل کړي.

وزیري: ملي امنیت ځواکونو سره د کندز ښار د تصفیې عملیات پیل کړي.
وزیري: ملي امنیت ځواکونو سره د کندز ښار د تصفیې عملیات پیل کړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"تېره شپه زموږ ځانګړو او کومانډو قطعاتو له ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو سره د ښار د تصفیې عملیات پیل کړي، له ښاره‌یې دښمن اېستلی، ځیني یې وژلي چې مړي‌یې په میدان کې پراته دي، دا مهال د کندز ښار په اطراف کې په ځانګړي توګه په جنوب، جنوب لوېدیځ او لوېدیځ کې تحرکات روان دي."

ښاغلی وزیري زیاتوي چې تر اوسه په جګړه کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د تلفاتو په اړه معلومات ورنه‌کړه، خو زیاته‌یې کړه چې په جګړه کې ۳۰ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د دغې جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کوي چې په جګړه کې له زیات احتیاط نه کار واخلی چې ملکیانو ته زیان ونه‌رسېږي.

فضل هادي مسلمیار له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کندز د امنیت لپاره هلې ځلې چټکې کړي.

د دفاع وزارت وايي چې د کندز ولایت د بشپړې تصفیې لپاره به ډېر ژر د شفق دوهم په نامه پراخ عملیات پيل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG