د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

حمیدالله: د زده‎کوونکو وهل د ښوونې او روزنې معیارونه نه‌دي


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، اوس هم د پوهنې په نظام کې یو لړ سیاسي، تخنیکي او مسلکي ستونزې شته چې د زده‌کړو پر کیفیت‌یې ناوړه اثر کړی دی، خو هڅې روانې دي چې شته ستونزې د پوهنې وزارت او د دې نظام ټول کار کوونکي په ګډه سره هوارې کړي.

دا خبره د دې وزارت اداري مرستیال سید حمیدالله د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي د ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه ته وکړه.

ده وویل، د ښوونځیو زده‌کوونکي په سیاست کې شاملول، له زده کوونکو سره ناوړه چلند او قومي، ژبني او سیمه‌ییز تعصبونه هغه ستونزې دي چې د پوهنې بهیر ټکنی کولای شي.

ده وویل، د پوهنې وزارت، ښوونکو، زده‌کوونکو او د پوهنې سکټور د ټولو کارکوونکو دنده دا ده چې په ګډه سره دغه ستونزې له‌منځه یوسي.

حمیدالله: با کیفیته ښوونه، د زده‎کړو سالم چاپېریال ته اړتیا لري
حمیدالله: با کیفیته ښوونه، د زده‎کړو سالم چاپېریال ته اړتیا لري

ښاغلي حمیدالله زیاته کړه:

"با کیفیته ښوونه او روزنه، د زده‎کړو سالم چاپېریال ته اړتیا لري، په ټولګي کې د زده‎کوونکو وهل ټکول او سپکول، د ښوونې او روزنې معیارونه نه‌دي."

د پوهنې وزارت مرستیال دا هم وویل چې د هېواد له ښوونکو څخه چې په ډېر ناوړه امنیتي شرایطو، اقتصادي ستونزو، لږو تنخواګانو او ورته نورو ناخوالو بیا هم د هېواد بچیان روزي، مننه کوم.

مرستیال وزیر وویل، دوی د ښوونکو د بې‌کورۍ د ستونزې د اوارولو لپاره‌يې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د کور جوړونې ۳۶ پروژې پلان کړې دي چې د هېواد څه باندې ۳۰۰۰۰ ښوونکي به په‎کې د کورونو خاوندان شي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې د ښوونځیو اکثره ښوونکي له ډېرې مودې راهیسې، له بې‌کورۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

د رابعې بلخي لېسې دوو ښوونکو ازادي راډیو ته د دوی ستونزې داسې بیان کړې:

"زما نوم شکیلا ده، ستونزې مې ډېرې دي، کور مې کرايي دی، ټرانسپورټ نه‌لرو، تنخوا مو کمه ده. په اوسنیو شرایطو کې دا څومره ستونزې دي."

"نوم مې رڼا ده، کومې ژمنې چې د کورونو په اړه له موږ سره شوي، یوازې کاغذونه‌يې موږ لیدلی دي. یو ښوونکی په ورځ پنځه ساعته په ټولګي کې درس ورکوي، کومه تنخوا چې ورکول کېږي د کار او زحمت په پرتله ډېره کمه ده."

حمیدالله وايي پوهنې وزارت کې به شته ستونزې هوارې شي
حمیدالله وايي پوهنې وزارت کې به شته ستونزې هوارې شي

په غونډه کې د ولسي جرګې غړي قادر ځاځي د حکومت مشرانو ته په ټینګار سره وویل، کومې ژمنې یې چې له ښوونکو سره د کمپاینونو پر مهال کړي باید عملي یې کړي.

په جوړې شوې ناسته کې د کابل ښار د ښوونځیو څه باندې ۳۰۰ ښوونکو ته د ښه کار او فعالیت په خاطر ستاین‎لیکونه هم ورکړل شول.

د ښوونکو د ورځې دغه لمانځ‌غونډه د رابعې بلخي د زده‌کوونکو په ترانو، هېوادنیو سرودونو او حماسي شعرونو پای ته ورسېده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG