د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د عبدالوکیل د ۳۸ کاله نه‌ستړي کېدونکي کار حاصل یو بایسکل دی


هغه مشال چې نېږدې ۴۰ کاله سوځي خو لا هم د کومې ستونزې پوکي نه‌دی مړ کړی.

عبدالوکیل هغه ښوونکی دی چې نېږدې څلویښت کاله کېږي چې د کابل په حبيبیې لېسه کې د ښوونکي په حیث دنده تر سره کوي.

هغه وايي، په دومره اندازه وخت کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.

ده ۳۸ کاله د ښوونکي په حیث دنده تر سره کړې خو د ښوونځي د تګ راتګ یوازېنۍ وسیله‌يې بایسکېل دی.

په افغانستان کې په تېرو ۳۸ کلونو کې بېلابېل نظامونه بدل شول، خو د عبدالوکیل د معلمۍ په ژوند کې نه‌نظامونو، نه‌دولتونو او نه‌هم جنګ جګړو کوم بدلون رواسته.

عبدالوکیل د حبيبیې لېسې د فزیک څانګې یو ښوونکی دی.

د ده په وینا دی د خپلو زامنو او زده‌کوونکو تر منځ هېڅ توپیر نه‌کوي او وايي چې تر خپله وسه هڅه کوي چې زده‌کوونکي يې څه زده کړي.

عبدالوکیل د حبيبیې لېسې د فزیک څانګې یو ښوونکی دی.
عبدالوکیل د حبيبیې لېسې د فزیک څانګې یو ښوونکی دی.

دی وايي:

"زده‌کوونکي استاد ته د اولاد حیثیت لري او کله چې دوی له ښوونځي فارغېږي، نو دوی باید په پوهنتون کې شامل شي څو خپلې لوړې زده‎کړې ترسره کړي او که له هغه ځایه ماسټري او دوکتورا ته لار پیدا کړي، نو دا ښوونکي ته یو ویاړ دی."

د هغه زده‌کوونکي عبدالوکیل یو ښه استاد ګڼي او وايي چې هر زده‌کوونکی باید خپل استاد ته د پلار او مور په شان احترام وکړي.

سیف‌الله او خیرالله د ښاغلي عبدالوکیل په اړه وايي:

"د ښوونکي ورځ ده او زموږ د فزیک استاد د حبيبيې لېسې یو له تجربه لرونکو استادانو څخه دی او داسې یو استاد دی چې زه د دې په شان استاد په دغه لېسه کې نه‌وینم."

سیف‌الله او خیرالله د ښاغلي عبدالوکیل په اړه غږېږي.
سیف‌الله او خیرالله د ښاغلي عبدالوکیل په اړه غږېږي.

"هر زده‎کوونکی باید خپل استاد ته ډېر احترام ولري ځکه چې په دې هر څوک پوهېږي چې استاد یو معنوی پلار دی."

د دې ترڅنګ عبدالوکیل د ژوند له سختو سره هم لاس او ګرېوان دی.

ښاغلي عبدالوکیل زیاته کړه:

"له یوې نه تر بلې میاشت پورې تاسې فکر وکړئ چې یو ښوونکی چې نوی له پوهنتونه فارغېږي او لومړي کلونه‌یې معاش اته زره او یا هم نهه زره افغانۍ وي. زموږ داسې ښوونکي هم شته چې ۱۲ ان تر ۱۴ کلونو پورې یې استادي کړې خو بیا یې هم نهه- نهه نیم زره افغانۍ معاش اخلي نو دغه اندازه پیسې دوی کوم ځای ته رسوي ایا خپل اولاد په دې پیسو تربیه کړي، درملنه‌يې وکړي او یا هم د کورنۍ لګښت پوره کړي."

عبدالوکیل په افغانستان کې د ښوونکو ژوند د اندېښنې وړ بولي وايي، دا چې د ښوونکو معاش د دوی د کورونو ورځني لګښتونه نه پوره کوي نو ښوونکي اړ کېږي چې د ښوونځي له رخصتۍ وروسته په څو ځایونو کې درس ورکړي.

دی وايي، کله چې یې همکاران رخصت شي نو د سړک تر غاړې څېزونه پلوري.

عبدالوکیل په افغانستان کې د ښوونکو ژوند د اندیښنې وړ بولي
عبدالوکیل په افغانستان کې د ښوونکو ژوند د اندیښنې وړ بولي

​استاد عبدالوکیل وايي:

"موږ داسې ښوونکي لرو کله چې دوی له ښوونځی نه وځي نو بیا د سړک تر غاړې کار کوي ان دومره بې‌وزله دي چې کراچۍ لري مېوه پلوري."

عبدالوکیل درې زامن او یوه لور لري او په خپل کم معاش توانېدلی چې د اولادونو زده‎کړې تر پوهنتونه ورسوي.

د عبدالوکیل دوه زامن او یوه لور له پوهنتونونو فارغ شوي خو یو زوی يې د بې‌وزلۍ له امله د زده‎کړو په کولو نه‌دی توانېدلی.

دا څرګندوي هغه چې د نورو کورونه له تیارو ژغوري د بې‌وزلۍ او فقر تیارو یې د خپل کور روښنايي ګواښلې ده.

هغه ښوونکی چې نېږدی ۴۰ کاله په بایسکېل ښوونځي ته ځي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG