د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ولسي جرګه:د روان جنګ ختمېدو لپاره دې نوې امنیتي ستراتیژي جوړه شي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هېواد په څو ولایتونو کې په یو وخت کې د جګړو پراخېدو اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د روانو جګړو په وړاندې یوه نوې امنیتي ستراتژي جوړه کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې له هغې وروسته چې وکیلانو د بېلابېلو ولایتونو د امنیت په اړه اندېښنې ښکاره کړې وویل چې هلمند، ارزګان، فراه، کندز او غور ولایتونه دا مهال تر سختو ګواښونو لاندې دي او هر وخت یې د سقوط احتمال کېدای شي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې دښمن او د سیمې استخبارات هڅه کوي په هېواد کې د سولې وروستۍ هڅې ناکمې کړي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

"د سیمې اسختبارات ډېره هڅه کوي چې د سولې پروسه بې نتیجې او بې ګټې تمامه شي، نو ځکه باید ولسمشر او اجرائیه رئیس د هېواد د مشرانو سره د یوې ځانګړي غونډې او همدارنګه د پخواني ولسمشر له نفوذه چې په هلمند او ارزګان کې یې لري او د ملي شورا له امکاناتو د ولایتونو په کچه ګټه واخلي، تر څو ځواب ویونکې ستراتژي موجوده وي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د حزب اسلامي سره روغې جوړې ته رسېدلای، خو نورو وسله والو ډلو خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.

په ولسي جرګه کې د هلمند او کندز استازي وايي چې وسله والو مخالفینو جګړه د دوی د ولایتونو تر مرکزونو رسولې ده.

د راپورونو له مخې نن یکشنبې سهار وختي وسله والو طالبانو پر کندز ښار له څلورو خواوو حمله کړې چې اوس هم جریان لري، ددې ترڅنګ نن سهار د هلمند پر ناوې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان او درې نور پولیس ووژل شول.

د راپورونو له مخې د ارزګان مرکز ترینکوټ هم د تېرو څو ورځو راپه دې خوا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو حملو شاهد دی.

ولسي جرګه په داسې حال کې د بېلابېلو ولایتونو د امنیت او وسله والو مخالفینو لخوا د ځينو سیمو د سقوط د وېرې په اړه اندېښنه څرګندوي چې دا مهال د هېواد په جنوب لوېدیځ، مرکزي، ځينې شمالي سیمو او لویو لارو کې وسله والو مخالفینو خپلو فعالیتونو او حملو ته زور ورکړی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې پیاوړې پالیسي شته، خو مخالفین د جګړو د فصل وروستی زور ازمايي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په هغو ولایتونو کې چې د وسله والو مخالفینو ګواښونه موجود دي د افغان ځواکونو ټولې قطعې موجودې او وخت په وخت پلان شوي عملیات تر سره کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړي زیات کړه:

"دا د دښمن پلانونونه دي چې دوی غواړي د جنګي فصل په اخر کې په ځينو ځایونو کې بریدونه وکړي مګر یو شی چې ډېر مهم دی، هغه د وسله والو ځواکونو ژمنه ده چې هر چېرته مخالفین سر را پورته کړي دوی به یې له منځه یوسي."

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په افغانستان کې د القاعدې، طالبانو، داعش او حقاني شبکو په څېر د بېلابېلو تروریستي ډلو يو ځايي فعالیتونو ګواښونه ډېر کړي دي.

دفاع وزارت وايي چې دا مهال یې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې عملیات روان دي او هغه راپورنه ردوي چې ګواکې په روانه جګړه کې د افغان چارواکو او ځواکونو تر منځ لازمه همغږي نشته.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG