د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

رادمنش: افغانستان کې ۱۲ بهرنۍ وسله والې ډلې فعالیت کوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، دوی توانېدلي په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو جنګیالیو له خوا د دایمي اډو د جوړولو هڅې ناکامي کړي.

د دغه وزارت مسوولان وایي، دا مهال له طالبانو پرته ۱۲ بهرنۍ وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دا مهال په دغه هېواد کې د جنګیدونکو وسله والو پنځه اویا فیصده یې بهرنیان دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو ډلو غوښتل د افغانستان په بېلابېلو بروخو کې ځانونو ته د سوق او ادارې مرکزونه جوړ کړي خو افغان ځواکونو ورته دا اجازه ورنه کړه.

ردامنش: وسله والو غوښتل چې ځان ته دایمي مرکزونه جوړ کړي خو افغان پوځ اجازه ورنه کړه.
ردامنش: وسله والو غوښتل چې ځان ته دایمي مرکزونه جوړ کړي خو افغان پوځ اجازه ورنه کړه.

هغه زیاته کړه:

"اوس هم دا تمه لري چې د کوټي شورا یو نه یو ډول هلمند ته راوړي، په عین وخت کې داعش هڅه کوله تر څو په کوټ کې دایمي سیمه ځان ته رامنځ ته کړي چې موږ د دوی د سوق او ادارې دا سیمې له منځه وړي دي."

داعش، القاعده، د شرقي ترکستان ډله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصار الله ډله، لشکر جنګوي، لشکر طیبه او داسي نور هغه وسله وال ګروپونه دي چې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ځای موندلو هڅې کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو له ډلې یوه هم د اسلامي دولت یا داعش ډله ده
په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو له ډلې یوه هم د اسلامي دولت یا داعش ډله ده

په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو له ډلې یوه هم د اسلامي دولت یا داعش ډله ده، افغان حکومت په وروستیو کې له پاکستانه وغوښتل چې له خاوري یې افغانستان ته ددغې ډلې د پلویانو د راتلو مخه و نیسي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي چې په دغه هېواد کې د داعش ډلې اویا فیصده جنګیالي د پاکستاني طالبانو پخواني غړي دي چې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو په نتیجه کې له اورکزۍ ایجنسۍ څخه افغانستان ته راغلي دي.

نوموړي ویلي، د پاکستاني طالبانو نه علاوه، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي او نور جنګیالي هم هڅه کوي څو په افغانستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم څو ورځې مخکې و ویل، د ننګرهار په کوټ، اچین، هسکې مینې او نورو سیمو کې چې د داعش ډلې د جنګیالو کوم مړي د جګړې په میدان کې پاته شوي و، ښیې چې زیاتره یې پاکستاني طالبان دي.

په همدې حال کې د شخړې او سولې د انسټټیوټ څيړونکی حکمت الله اعظمي وایي، د سیمې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د مشخصو ډلو له لورې اهداف تعقیبوي چې نوموړي یې پایله د ټولې سیمې په زیان بللې ده.

هغه زیاته کړه:

"دغه هېوادونه په خواشینی سره د دې پر ځای چې له افغان دولت سره کار وکړي تر څو د بهرنیو جنګیالو خطر دفع شي، دوی له افغان طالبانو سره مرسته کړې ده، مثلاً روسیه ده، مرکزي آسیا هیوادونه یا ایران دی."

ښاغلی اعظمي په ځانګړي توګه د داعش ډلې فعالیت ته اشاره کوي چې که د سیمې هېوادونه یې پر وړاندي له افغان دولت سره همکاري و نه کړي نو دوی به له مرکزي او جنوبي آسیا څخه چنګیالي خپلو لیکو ته جذب او له همدې سیمې به شاوخوا هېوادونو ته خپل فعالیتونه و غځوي.

نوموړی دا کار په افغانستان او ورپسې سیمه کې د جګړې د دوام یو عمده لامل ګڼي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG