د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

کلیفلنډ: داعش افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله یا داعش په دې هېواد کې تر سخت پوځي فشار لاندې ده.

په همدې حال، د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ختیځو سیمو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړی دی.

د افغانستان امنیتي ځواکونه همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د پراخو پوځي عملیاتو پیل ته تیاري نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش یوه قوماندان له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د ایران شیعه رژیم زیات هزاره ګان د بشار الاسد د رژیم د ملاتړ لپاره د سوریې جنګ ته استوي.

د داعش دې قوماندان رویټرز اژانس ته ویلي چې په دهمزنګ کې وروستۍ حمله یې له هزاره ګانو د غچ اخېستلو لپاره کړې ده.

خو د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د وسله والو پر ضد دوامدارې حملې کړې او د دې ډلې ګن شمېر غړي یې وژلي دي.

په ننګرهار کې امنیتي مسئولینو نن سې شنبې وویل، د داعش پر ضد د عملیاتو لمن يې بلاخره تر هسکه مینه ولسوالۍ ورسوله او د داعش لږ تر لږه ۱۰۰ وسله وال نیول شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا ریس ذبیح الله زمري ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو قواوو د ملاتړ له امله امنیتي ځواکونه توانیدلي چې داعش ته سخت ضربه ورکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي، داعش ډله تر سخت فشار لاندې ده.

د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه اټکل کوي چې په افغانستان کې ښايي د اسلامي دولت د وسله والې ډلې، داعش د غړو شمېر د یو او درې زرو ترمنځ وي.

د ایتلافي قواوو په باور، دا تر ډېره حده د پاکستاني طالبانو پخواني وسله وال، د ازبکستان د اسلامي تحریک پخواني غړي او ان د افغانستان یوشمیر پخواني طالبان دي چې د داعش بیرغ یې پورته کړی دی.

د امریکايي ځواکونو ویندوې جنرال چارلز کلیفلند په دهمزنګ کې وروستۍ تروریستي حملې ته په اشاره وویل، دا ګران کار نه دی چې یوه وسله واله ډله، که وغواړي، یو شمېر کسانو ته د چاودیدونکو موادو واسکټونه ور واغوندي او په غلا یې، د چاودنې لپاره د خلکو منځ ته ور ولیږي.

په دهمزنګ کې د حملې مسولیت داعش اخېستی دی.

د داعش یوه قوماندان عمر خراساني رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"هزاره ګان باید سوریې ته له تګه او د ایران له غلامۍ لاس واخلي که نه همداسې به یې پرضد خونړۍ حملې جاري وي."

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د شنبې په ورځ په دهمزنګ کې د هزاره ګانو او په عمومي ډول شیعه ګانو پر مظاهره انتحاري حمله ښايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې مبارزه هم د ستونزو سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې چې اکثر خلک یې سنیان دي، د شیعه او سني په نوم جګړې او نښتې سابقه نه لري.

خو د افغانستان د انسجام ملي ګوند غړي صادق مدبر نن ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې ټول قومونه سره وروڼه او برابر دي، هیڅ ډله تراوسه نه ده توانیدلی چې شیعه اوسني په جنګ واچوي او زه فکر کوم چې د افغانستان خلک دا سیاسي درک لري چې د داعش فریب ونه خوري. "

XS
SM
MD
LG