د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

ترینکوټ کې د جګړې غځېدو په اړه اندېښنې


چارواکي وایي، د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې لا اوس هم جګړه د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ په ۳۰۰ مترۍ کې جریان لري.

د ارزګان ولایتي شورا رئیس وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی.

که څه هم مرکزي حکومت ارزګان ته تازه دمي ځواکونه استولي خو لاهم ویل کېږي چې وسله‌وال طالبان پر افغان امنیتي ځوکونو برلاسي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت باید دغه ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.

دی وایي، د یاد ولایت امنیتي وضعیت د اندېښني وړ دی او که چېري دا وضعیت داسې دوام وکړي شاید دا ولایت سقوط وکړي.

هغه زیاته کړه:

"دا ولایت محاصره دی، پر ولایت او قوماندانۍ باندې په ۳۰۰ مترۍ کې ډزې کېږي."

خادم‌زی وایي، په ارزګان ولایت کې ځګه افغان امنیتي ځواکونه پرمختګ نه‌شي کولای چې د ده په خبره افغان امنیتي ځواکونه دقیق پلان نه‌لري.

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې یوه میاشت کېږي چي وسله‌والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي تأسیساتو پراخه بریدونه پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټی وایي چې افغان امنیتي ځواکونه په دوو برخو وېشل شوي دي.

دی وایي، دلته زموږ هدف یوازې عملیات نه‌دي، زموږ هدف د ترینکوټ ښار په چار چاپیر کې امنیتي کمربند هم راګرځول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه افغان امنیتي ځواکونه چې له مرکزه راغلي و، هغه اوس د ارزګان-کندهار لویې لارې د خلاصولو په موخه مصروف دي."

ښاغلی خروټی وایي، دا منم چې دلته ستونزې شته خو ډېر ژر به د ارزګان په مرکز ترینکوټ شاوخوا سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ مل پاسوال ولي جان سرحدي د ارزګان د امنیه قوماندان په توګه وټاکه.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG