د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

حکیمي: هیله‌مند یو د بروکسل مرسته شوې پیسې ملي بودجې ته انتقال شي


د افغانستان د مالیې وزیر هیله څرګندوي چې د بروکسل په غونډه کې به د مرسته شویو پیسو زیاته برخه د افغانستان د ملي بودجې له لارې مصرف شي.

د مالیې وزیر وايي، د بروکسل له غونډې د افغان حکومت تمه دا ده چې نړیوال د یوې پیاوړې سیاسي ژمنې ترڅنګ تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې وغځوي.

اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د بروکسل غونډې ته تر تګ دمخه په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت هیله لري چې د بروکسل په غونډه کې به د مرسته شویو پیسو زیاته برخه د افغانستان د ملي بودجې له لارې مصرف شي.

حکیمي: هیله لرو چې مرسته شوي پیسې، زموږ ملي بودجې ته انتقال شي.
حکیمي: هیله لرو چې مرسته شوي پیسې، زموږ ملي بودجې ته انتقال شي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"هغه هیلې چې موږ د بروکسل له غونډې لرو، دا دي چې مرسته شوې پیسې، زموږ ملي بودجې ته انتقال شي چې په دې سره به د مصرف شویو پیسو فیصدي لوړه شي، دا هغه خبرې دي چې ورباندې بحث کېږي، موږ په تخنیکي برخه کې ورباندې بحث کړی، موږ د دوستانو او دوستان زموږ په موقف پوهېږي، ان‌شاءالله د حکومت له لارې د مرسته شویو پیسو د مصرف فیصدي به لوړېږي."

ښاغلی حکیمي زیاتوي چې د افغان حکومت په ادارو کې د بودجې د مصرف په برخه کې ظرفیتونه لوړ شوي، خو د بشپړ قناعت وړ نه‌دي.

ښاغلي حکیمي د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډه کې ویلي و، تمه ده چې افغانستان د بروکسل په کنفرانس کې له ۳،۵ میلیارده ډالرو ژمنې نه زیاته مرسته تر لاسه کړي.

ټاکل شوې چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په هدف د بروکسل کنفرانس د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بلجیم په مرکز بروکسل کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او دېرشو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شي.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی د بلجیم مرکز بروکسل ته تللی.

بل‌خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې د دوو اړخیزو جدي شرایطو لاندې په امتحاني ډول خپلې مرسته شوې پیسې د افغانستان د بودجې له لارې مصرف کړي.

فرانس مایکل مېلېبن له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې اروپايي ټولنه به په دې برخه کې جدي څارنه وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن

هغه زیاته کړه:

"هغه اقدام چې د اروپايي ټولنې له‌خوا به ترسره شي، هغه دا دی چې د اروپايي ټولنې د مرسته شویو پیسو عمده برخه به د افغان حکومت د بودجې له لارې مصرف شي، البته په ازمیښتي ډول د دوه اړخیزو جدي شرایطو لاندې."

ښاغلی مېلېبن زیاتوي، په دې برخه کې موجوده خطرونو ته په کتو به موږ له دې پروسې جدي څارنه وکړو.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جېلاني وايي، که د نړیوالو له‌خوا مرسته شوې پیسې د افغان حکومت د بودجې له لارې مصرف شي، نو خلکو ته به‌یې زیاته ګټه ورسېږي.

ښاغلی جېلاني وايي، له بهرنیانو افغانان په خپلو ستونزو ښه پوهېږي او د حل ښه لاره هم ورته لټولای شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG