د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

سرخط: اروپايي ټولنې بیا افغان حکومت ته خبرداری ورکړی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بروکسل غونډې ته د افغان حکومت د هیله‎منتیا او په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د ولسي جرګې د تېرې ورځې د فوق العاده استماعیه غونډې حال راخیستی چې په کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ویلي چې مرسته کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې په کلني ډول به له افغانستان سره ۳،۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي.

ویسا د ښاغلي حکیمي له خولې لیکلي چې نړیوال به دغه مرسته د بروکسل په کنفرانس کې په رسمي ډول اعلان کړي.

ویسا وړاندې د مالیې وزیر له قوله لیکلي چې فرانسه، جرمني، فنلنډ او امریکا هغه هېوادونه دي چې تر اوسه یې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ښاغلي حکیمي پرونیو څرګندونو ته په پام سره په خپله سر مقاله کې لیکلي چې ځینو مغرضو رسنیو داسې ناسم تبلیغات پیل کړي چې ګڼې افغان حکومت په بروکسل کنفرانس کې د افغانانو استازیتوب نه‎شي کولای.

هېواد لیکلي نه پوهېږو چې له دوی سره کوم دلیل دی، خو په دې پوهېږو چې دا تبلیغات د تخریب لپاره دي.

د سر مقاله لیکونکي په نظر کله چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د اوږد مهالو مرستو اعلان کوي او د افغان حکومت کړنې ستايي نو بیا مغرض او سم تبلیغات له ورایه ښکاري.

د هېواد سرمقاله لیکونکی باوري دی چې افغان حکومت به د بروکسل له کنفرانسه ډک لاس راستنېږي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، حکومت دې په بروکسل کې د کډوالو په سر معامله نه‎کوي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې حکومت دمخه په پټ ډول هوکړه کړې چې کډوال دې له اروپا بېرته راستانه کړل شي.

په سر مقاله کې دا هم راغلي چې ځیني افغانانو په ډېرو ستونزو سره ځانونه تر اروپا رسولي دي تر څو یوه مړۍ ډودۍ تر لاسه کړي نو د افغان حکومت استازي باید له اروپایانو سره د افغان کډوالو په سر معامله ونه کړي.

د سر مقاله لیکونکي په باور حکومت د کډوالو ستونزې نه‎شي هوارولی او د هغوی په بیا راستنېدنې سره به روان کړکېجونه نور هم پراخ شي.

سرخط:

خو سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې اروپايي ټولنې بیا افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې خپل اتیا زره کډوال بېرته ومني او په دې اړه له بحثونو تېر شي.

په مطلب کې راغلي ، اروپايي ټولنې په داسې حال کې دا غږ پورته کړی چې تمه ده دوه ورځې ورسته د بروکسل مهم کنفرانس وشي.

د مطلب لیکوال لیکي، داسې راپورونه ورکړل شوي چې اروپايي ټولنه غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې راکمې او مشروطې کړي.

په مطلب کې د ګارډین ورځپاڼې په حواله دا هم ویل شوي چې اروپايي ټولنې په دې اړه افغان حکومت ته پټ خبرداری هم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG