د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

اروپايي ټولنه: افغان سولې لپاره به خپله همکاري جاري وساتو


اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

د اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي کړن‎لارې مشرې فېډریکا موګرېني ويلي چې په بروکسل کې د افغانستان په اړه راروان نړیوال کنفرانس له دې هېواد سره د سیاسي او مالي ژمنو د راغونډولو ښه موقع ده.

د هغې په وینا، په‎ دې نړیواله غونډه کې به له افغانستان سره یوازې پر مالي مرستو نه بلکې د راتلونکو څلورو نورو کلونو لپاره د دې هېواد د سیاسي ملاتړ پر دوام خبرې وشي.

موګرېني زیاته کړه چې اروپايي اتحادیه به د افغانستان د سولې لپاره خپله همکاري جاري وساتي ځکه د اتحادیې ټول غړي هېوادونه هلته د ثبات له ټینګښت سره علاقمندي لري او د افغانستان په ثبات کې د دوی ګټې نغښتې دي.

موګرېني پرون سې شنبه په سلواکیا کې د اتحادیې د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، اروپايي اتحادیه باید هغو ګواښونو ته پام وکړي چې خپل وګړي یې ورسره مخامخ دي او پر امنیت پانګونه وکړي.

موګرېني: موږ باید دې ته پام وکړو چې زموږ اتباعو ته کوم خطرونه مخامخ دي.
موګرېني: موږ باید دې ته پام وکړو چې زموږ اتباعو ته کوم خطرونه مخامخ دي.

فېډریکا موګرېني زیاته کړه:

"موږ باید دې ته پام وکړو چې زموږ اتباعو ته کوم خطرونه مخامخ دي. دا په‎ دې معنی چې موږ باید له خپلو شریکانو سره، په خپله سیمه کې له ختیځه تر لوېدیځه کار وکړو او د هغوی ظرفیتونه لوړ کړو، مقاومت‌یې زیات کړو او خپل امنیت ټینګ کړو. دا کار زموږ پر خپل امنیت پانګونه ده."

د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي کړن‎لارې مشرې زیاته کړې چې افغانستان له زیاتو ستونزو سره د ډموکراسۍ او پرمختګ لپاره حرکت ته تعهد څرګند کړی دی.

د موګرېني په وینا، نړیواله ټولنه باید د سولې او ثبات پر لور د افغانانو د حرکت ملاتړ ته دوام ورکړي او دا کار باید یوازې له مالي اړخه نه بلکې له سیاسي پلوه هم وشي.

بروکسل کې دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس د اکټوبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي چې د اروپايي اتحادیې د غړو په ګډون د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، حکومت به د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي بریالیتوبونه بحث ته وړاندې کړي.

مینه‌پال: موږ په دې هیله یو او باور لرو چې په بروکسل کې به هم نړیوالې مرستې موږ سره وي.
مینه‌پال: موږ په دې هیله یو او باور لرو چې په بروکسل کې به هم نړیوالې مرستې موږ سره وي.

دوا خان مینه‎پال زیاته کړه:

"موږ د افغانستان په اړه نړیواله اجماع رامنځته کړې ده او د افغانستان له موقفه ملاتړ کېږي چې وارسا یې ښه مثال دی او په څو ورځو کې بروکسل ته روان یو، موږ په‎ دې هیله یو او باور لرو چې هلته به هم د نړیوالو مرستې له موږ سره وي."

د اداري فساد پر ضد مبارزه، د انتخاباتي نظام اصلاح او د ښځو حقونه هغه مهم مسایل دي چې د بروکسل په نړیواله غونډه کې له افغانستان سره د نوي تعهد لپاره مهم ګڼل کېږي.

د افغانستان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېره میاشت تائید کړه چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خپلو ځینو ژمنو په عملي کولو کې نه‎دی بریالی شوی.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې نړیوال کنفرانس ریاست به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک کوي.

XS
SM
MD
LG