د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

سمیرا: بروکسل کې به د افغان مېرمنو لپاره پایداره مرستې وغواړو


د افغان ښځو شبکه وايي چې د حکومتوالۍ په برخه کې د ښځو حضور له پخوا ښه شوی، خو د بروکسل په کنفرانس کې یې باید د پایداره حضور غږ پورته شي.

دا شبکه وايي، د ښځو لپاره اوږدمهاله پروګرامونه او پایداره مرستې کولای شي د دوی ښې راتلونکې ته زمینې برابرې کړي.

د بروکسل کنفرانس ته له نېږدې کېدو سره افغان مېرمنې د مرستو او اوږدمهاله پروګرامونو دوام او د دوی د حقونو ورکړې ته هیله‌منې دي.

د دې شبکې د مشرتابه پلاوي غړي سمیرا حمیدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د ښځو د پیاوړتیا شبکې دا مهال د بودجې له کمښت سره مخ دي چې له ملاتړ پرته‌یې اوسنی پرمختګ له ستونزو سره مخ کېدای شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د مرستو د اغېزمنتیا په برخه کې ستره ستونزه چې د ښځو بنسټونه اوس ورسره مخ دي د بودجې کمښت دی او دا خپله د ښځو ۱۵ کالنو لاسته راوړنو ته زیان رسوي، موږ پر نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام ټينګار کوو، ځکه اوس هم موږ داسې ښځې لرو چې له عادي حقوقو څخه هم خبرې نه‌دي."

د دې شبکې مشرې حسینا صافۍ له دې وړاندې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې افغان مېرمنو د بروکسل کنفرانس لپاره خپله ځانګړې طرحه د مالیې وزارت ته سپارلې ده.

د ښځو شبکه وايي، د ښځو سره د اغېزمنو مرستو د دوام تر څنګ د ښې حکومتوالۍ په برخه کې تر ولایتونو د ښځو د ونډې پراخولو، د قانون حاکمیت او سولې پروسه کې یې حکومت ته خپلې غوښتنې په ګوته کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې ترې یادونه وکړي.

د افغانستان لپاره د بروکسل نړیوال کنفرانس تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې د بلجیم په مرکز بروکسل کې د اویا هېوادونو او دېرشو نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړېږي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته وویل چې افغان حکومت دې کنفرانس ته په ټولو برخو کې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت د ښځو ونډې ته کار کړی او په راتلونکي کې هم ورته ژمن دی.

هارون:حکومت د ښځو ونډې ته کار کړی.
هارون:حکومت د ښځو ونډې ته کار کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت ژمن دی چې د اساسي قانون او د سلام مبارک دین پر اساساتو باندې ښځو ته هغه حقوق چې ورکول شوي دي اعاده او ورکړي، که موږ تاسې وګورو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو ونډه تر بل هر وخت حتی د افغانستان په تاریخ کې زیاته شوې او دا کارونه نور هم دوام لري."

حکومت او د افغان ښځو شبکه په داسې وخت کې د حکومتوالۍ په برخه کې د ښځو اوسني حضور ته خوشبینه ده چې دا مهال څلور ښځې د وزارتونو، نهه‌یې د مرستیالانو، څلور یې د سفیرانو څه کم سل‌یې په ملي شورا او نېږدې درې سوه‌یې په ولایتي شوراګانو کې په دندو بوختې دي.

د افغان ښځو د شبکې غړي روشن څېړن وايي چې دا حضور د ستایلو دی، خو باید د دوام او لارنګه کېدو لپاره هم ژمنتیا وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG